اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه وګومارل شو

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه وګومارل شو

اسحق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه د دغه ولایت چارواکو ته ور وپېژندل شو. د مزار شریف په ښار کې د  ولسمشر غني د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي په رسمي مراسمو کې د هغه د مقررۍ فرمان ولوست، چې ورسره، عطا محمد نور خپل ځای رسما ښاغلي رهګذر ته پرېښود. د بلخ پخواني والي غونډې ته په وینا کې دا ومنله چې د ولایت له څوکۍ یې تیرکال استعفی کړې وه، خو د ولسمشر غني په غوښتنه یې د والي په توګه کار ته دوام ورکړی و. نوموړي وویل، چې له ارګ سره یې مخالفت یوازې د حق لپاره و او غوښتل یې چې د جمعیت ګوند غوښتنې ومنل شي، چې ټولې منل شوې دي. نور همدا راز ویلي چې د را روانو ټاکنو لپاره به کار کوي. تر دې غونډې وړاندې د بلخ د پولیسو مشر هم د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ته ور وپېژندل شو او هغه هم د عطا محمد نور په خوښه ټاکل شوی دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

شاهين اسمايي د فوټبال غوره ليګ درېيمه لوبه هم وګټله

(کلید راډیو): د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د ...