اروپايي ټولنه: د افغانستان په سوله کې هر ډول همکارۍ ته تیار یو

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

اروپايي ټولنه: د افغانستان په سوله کې هر ډول همکارۍ ته تیار یو

اروپايي ټولنه وایي د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کوي. د اروپايي ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په کابل کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندل شوی دی او هغه یې بشري ضد جنایت بللی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د جګړو ښکېلو خواوو ته په کار ده، چې له جګړو او وژونو لاس واخلي او د خبرو له لارې شته ستونزې حل کړي. اروپايي ټولنې ویلي چې د افغان حکومت د سولې طرحه نړیوال ملاتړ لري او وسله والو ته په کار ده، چې جګړه پرېږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. سرچینه زیاتوي د افغان حکومت طرحه د ټولو لپاره یو طلايي چانس دی او باید ضایع نه شي. اروپايي ټولنې همدا راز ویلي چې راتلونکې اونۍ به د تاشکند په کنفرانس کې د افغان حکومت د سولې له طرحې خپل ملاتړ بیا هم څرګند کړي. اروپايي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او او ښکېلې خواوې باید دا حقیقت ومني.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...