یوسفزی: امریکا په افغانستان کې بریالۍ نه وه

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

یوسفزی: امریکا په افغانستان کې بریالۍ نه وه

 د سیمې او طالبانو په اړه مشهور لیکوال او ژورنالېست رحیم الله یوسفزي په یوه مرکه کې ویلي امریکا په افغانستان کې بریالۍ نه وه، نو اوس غواړي د سولې له لارې افغان جګړه حل کړي. دده په خبره د امریکا له اوږده نظامي حضور سره سره دوی بریالي نه شول، چې ترهګري دلته له منځه یوسي، امنیت راولي او شته ګواښونه نابود کړي. د یوسفزي په خبره د سولې او مذاکراتو خبره د افغان او امریکايي حکومت ګډ هدف دی او غواړي دلته جګړه د خبرو له لارې له منځه لاړه شي. نوموړي ویلي د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره له طالبانو سره ده، د سولې په اړه طالب مشران یوه خوله نه دي، د طالبانو ستر شرط د امریکایانو وتل دي، نو دغه ډول مسایل کولی شي د افغانستان د سولې پروسه ستونزمنه کړي. دده په وینا امریکا د همدې موخو دتر لاسه کولو لپاره پر پاکستان فشارونه ډېر کړي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

طالبانو د درې ورځني اوربند د ختمېدو اعلان وکړ.

(طالب نیوز): طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چې درې ...