پر کونړ لا هم د پاکستان راکیټي بریدونه روان دي

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

پر کونړ لا هم د پاکستان راکیټي بریدونه روان دي

چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې پر کونړ ولايت ١١٠ توغندي توغولي دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان ويلي چې دغه بريدونه پرون پيل شوي او اوس هم دوام لري. هغه زياته کړه چې د پاکستاني ځواکونو له خوا توغول شوي توغندي او د توپ مرمۍ پر دانګام او شلتن ولسواليو لګېدلي دي. د دهقان په وينا، په دغو بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو يو کور ويجاړ او يو شمېر څاروي مړه شوي دي. د يادونې ده، تېره مياشت د ملي دفاع وزارت ويلي وو چې دوى خپلو ځواکونو ته د ځوابي اقدام امر کړى دى. پاکستاني ځواکونو له تېرو څو کلونو راهيسې پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...