امریکا کې زیاتو واورو او شدید توفان خلکو ته مالي زیانونه اړولي

(سرچینه: محصلین):

د  امریکا په شمال ختیځو ایالتو کې د زیاتې واورې او ساړه توفان له کله لسګونو زره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

چارواکي وايي، که څه هم فلیدلفیا ایالت او نیویارک ښار ۷ انچه واوره ورېدلې؛ خو په پنسلوانیا ایالت کې له ۳۰ سانتي زیاته واوره ورېدلې ده، چې ډیری کورونه او دفترونه یې د بې برقۍ او مواصلاتو له ستونزو سره مخ کړي دي.

د باسټن ښار کې نن د پنجشنبې له سهار ۴ بجو څخه تر ۹ بجو پورې په مسلسله توګه واوره ورېدلې، چې د واورې اندازه له ۹ انچه څخه زیاته شوې ده.

تر څلور زره پروازونه د چهارشنبې په ورځ وځڼډیدل او په ځمکني ترانسپورت کې د آمټرک ټرین، د واشنګټن او باسټن ترمنځ خپل تګ راتګ بند کړ او ځینو ایالتونو خو آن مسافروړونکي سلګونه ټرکونه هم له لویو لارو منع کړي دي.

د واشنګټن ډي سي ښاروال د چهارشنبې د سهار له نهو بجو څخه نیولې د پنجشنبې د سهار تر اوو بجو پورې اضطراري حالت اعلان کړی و. په دې مانا چې ټول فدرال دفترونه تړلي وو او ښوونځي به هم بند وو.

داسې وړاندې شوې وې چې د اتو او ۱۲ انچو ترمنځ به واوره وشي. تراوسه د کومې بدې پېښې یا مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی نه دی.

 

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...