پر کونړ یو ځل بیا دپاکستان برېدونه.

(سرچینه: کندهار ورځپاڼه):

کندهار ورځپاڼه(۲ حمل ۱۳۹۷)دکونړ امنیتي چارواکي خبر ورکوي چي پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې ١١٠ توغندي راتوغولي.
د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان وايي چې دغه بريدونه پرون پيل سوي او اوس هم دوام لري.
هغه زياته کړه چې د پاکستاني ځواکونو له خوا توغول سوي توغندي او د توپ مرمۍ پر دانګام او شلتن ولسواليو لګېدلي دي. د
دهقان په وينا، په دغو بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو يو کور ويجاړ او يو شمېر څاروي مړه سوي.
لوستونکو ته دي یاده وي چي تېره مياشت د ملي دفاع وزارت ويلي وه چې دوى خپلو ځواکونو ته د جوابي اقدام امر کړى.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ...