په اروزګان کي دوه کوچنیان شهیدان سوي.

(سرچینه: کندهار ورځپاڼه):

کندهار ورځپاڼه(۲ حمل ۱۳۹۷) داروزګان اوسیدونکي وایې چي په مرکز ترینکوټ کي پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله څلورکسان شهیدان او ژوبل سوي.
د مرکز ترينکوټ اړوند ابردي سیمي ملک امين الله ويلي چي تیره ورځ د هاوان مرمۍ هغه مهال پر دغه کور ولګېده چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پوځي عمليات روان وو.
هغه وایې چي په دې پېښه کي دوه کوچنیان شهیدان سوي او دوه کسان نور ژوبل دي.
د ملک په خبره چي ژوبل کسان د وژل سوو هلکانو پلار او ورور دي.
بلخوا د اروزګان امنيتي چارواکي د یادي پېښې ناخبري ښيي، خو وايي چي اړه به یې پلټنې وکړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...