د بلخ نوي والي رهګذراو نوی امنیه قومندان سامع معرفي شول

(سرچینه: اریانا نیوز):

یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ هوکړه د پنجشنبې پر شپه وروستۍ او لاسلیک شوه؛ اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي او اکرام سامع د امنیه قومندان په توګه معرفي شول او په پام کې ده، چې میرویس بلخي د پوهنې د وزیر او فرهاد عظیمي په قزاقستان کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شي.

تېره ورځ عطا نور د (نوروز) په مراسمو کې د وینا پر مهال د بلخ ولایت اوسیدونکیو ته وویل، چې جمعیت اسلامي او ملي وحدت حکومت یو لړ هوکړو ته رسیدلي، چې ډېر ژر به ښکاره شي.

تر څلور نوي ورځنیو ناندرو وروسته دا دی په پای کې عطا محمد نور د بلخ د ولایت د مقام څوکۍ پرېښوده او لانجه یې پای ته ورسیده.

په ملي وحدت حکومت کې د جمعیت د ونډې پر سر عطا محمد نور ناندرې ووهلې او مساله تر دې ځایه را ورسیده، چې بلخ ته نوی والي او د پولیسو قومندان خپلو څوکیو ته وروپېژندل شول، د پوهنې وزارت او په قزاقستان کې د افغانستان سفارت هم د دې هوکړې له مخې، د جمعیت برخه شوه.

محمد اسحاق رهگذر د بلخ اوسیدونکی دی، تر ماستري یې زدکړې کړي او مخکې له دې د پولیسو د قومندان، بلخ والي او د ولسي جرګې په پېنځلسمې او شپاړسمې دورو کې د ولسي جرګې استازی پاتې شوی دی.

محمد اکرام سامع د جمعیت مهم غړی دی، مخکې د  پامیر ۲۰ فرقې قومندان و،  دا راز یې پکتیا، پکتیکا او زابل کې د ملي اردو د قومندان په توګه هم دندې تر سره کړې دي.

میرویس بلخي به د پوهنې د نوي وزیر په توګه معرفي کیږي او فرهاد عظیمي به هم په قزاقستان کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شي.

فرهاد عظیمي د بلخ اوسیدونکی او د جمعیت یو کلیدي غړی دی. په هالند کې د کمپیوتر کارکوونکی و دغه راز په بلخ کې د حقوقو او ساسي علوموپه پوهنځي کې هم استاد پاتې شوی او د ولسي جرګې د نایب منشي په توګه یې کار کړی دی.

میرویس بلخي د مزار شریف ښار اوسیدونکی دی، تر دکتورا یې په نړیوالو اړیکو کې زدکړې کړي دي،  د پوهنتون استاد او د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي ریاست کې د سیاسي مرستیال په توګه کار کړی دی.

د  عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ درې میاشتې مخکې له هغې وروسته سیاسي ناندرۍ پیل شوې، چې ولسمشرۍ وویل د نور استعفا ور رسیدلې او منلې ده، ارګ انجنیر داوود د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړ؛ خو هغه په دې موده کې کابل کې پاتې شو او عطا محمد نور او جمعیت د ارګ دغه پرېکړه وننګوله.

عطامحمد نور هغه مهال ویلي وه، چې له خبرو او هوکړې پرته به هیڅوک د ده پر لیرې کولو بریالي نشي.

که څه هم په رسمي بڼه تر اوسه د ارګ له لوري د انجنیر داود د ګوښه کیدو کوم رسمي خبر نه دی ورکړ شوی؛ خو د نوي ټاکل شوي والي محمد اسحق رهګذر په اړه ویل کیږي، چې د عطا نور په خوښه او غوښتنه د بلخ ولايت ته ورپېژندل شو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...