افغان حکومت هیوادوالو ته له ړندې زاویې ګوري

حمزه حسیني

د افغانستان موجوده بلواک نظام چې راساً د غربي یرغلګرو له لوري تمویل او تجهیزیږي، خپل اقتدار نه لري؛ نو له همدې وجې د دوی هرې ظالمې پرېکړې ته په اصطلاح سلامي ولاړ دي او په مظلومو هیوادوالو یې تطبیقوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره سم په ګران هیواد افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله تر بل هر وخت زیاته شوې او هیوادوال یې په اړه اندېښمن دي.

پر دغو ناخوالو سترګې پټول، په وړاندې یې پټه خوله پاتې کېدل به له هیواد او هیوادوالو سره ستره جفاء او نه جبرانېدونکی ظلم وی.

ګډ حکومت چې تل یې په مکاره خوله د سولې نمایشي خبرې زمزمه کیږي په اصل کې د امنیت او سولې پر ځای خپل بادار (امریکا) خوشحالول او هیوادولو ته له ړندې زاویې کتل دي.

په دا نیږدې څو میاشتو کې د هیواد په ګوټ ګوټ غزني، خوست، ننګرهار، کندهار، فراه او نورو ګڼو ولایتونو کې ګډو ځواکونو پر ولسي خلکو ناترسه او وحشي مظالم ترسره کړل؛ چې آن خلک یې مظاهرو کولو ته مجبور کړل.

خو د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس له خوا یې هیڅ غږ وانه ورېدلی شو او نه یې ورباندې خواشیني څرګنده کړه.

د افغانستان د حکومت ټول لوړ رتبه ارګانونه له غربي سیاست څخه دومره متأثر دي چې د خپلې دفاع غږ نه شي اوچتولی.

خو مظلومو هیوادوالو ته دا زېرۍ ورکوم که د الله جل جلاله په فضل او کرم افغانستان کې اسلامي نظام، اسلامي امارت قایم شو؛ ستاسو په شمول به د ګردې نړۍ د مظلومو مسلمانانو انتقام واخلي او ستاسو زړونه به پرې یخ کړي ان شاءالله.

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

امریکا ١٧ کاله مخکې د بشر د حقوقو له شورا وتلې ده

تبصره که حقيقت ته نظر وکړل شي، امريکا هر وخت د بشر ...