له پاچاهۍ تر نجارۍ !

لیکوال : ابو طه خوستی
عباسي خلیفه علي بن مامون په یوې سترې او شاندارې ماڼۍ کې اوسېده او د هېڅ شي کمی ورسره نه و ! ده به هره ورځ د قصر له کړکۍ څخه ليدل، ګوري چې یو مزدور کرۍ ورځ کار کوي، خو کله به چې څاښت شو ! اودس به یې وکړ اود دجلې دسیند پر غاړه به یې دوه رکعته لمونځ وکړ اوبیا به یې کارته دوام ورکړ او مازیګر قضا به خپل کور ته ولاړ.
یوه ورځ خلیفه راوغوښت او له هغه څخه یې د هغه د ژوند د چارو په اړه وپوښتل نو ورته جوته شوه چې دی دوه خویندې او یوه مورلري، هره ورځ روژه نیسي او پر هماغه ورځني تر لاسه کړي رزق یې ماتوي!
خلیفه ورته وویل: ایا څه شکایت یا څه اړتیا لرې؟
هغه ورته وویل: نه، الحمد لله رب العالمین.
د دې خبرو په اورېدلو سره خلیفه ماڼۍ او امارت دواړه برېښودل او په یو اضطرابي حالت کې دباندې را ووت او پر مخ ولاړ؛
څو کاله پس یې مړی په داسې حال ترلاسه شو چې د خراسان لور ته یې د لرګیو په کوم ټال کې د نجار په توګه کار کاوه!!!
همداسې ده! نوموړی چې د کومې نېکمرغۍ په لټه کې و، هغه ورته په امارت او قصر کې نه، بلکې په نجارۍ کې ترلاسه شوه.
الله ﷻ وایې : ﴿ وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ ﴾ [سورة محمد: ۱۷].
ژباړه : پاتې شول هغه کسان چې هغوی هدایت موندلی دی، الله ﷻ هغوی ته لا زیات هدایت په برخه کوي او هغوی ته د هغوی برخه تقوا ورکوي.
ماته د اصحاب الکهف د سمڅې د یارانو کیسه را په یاد شي چې دوی په ښکولیو ماڼیو کې اوسېدل، خو دغه لوی قصرونه پرې د کفر له امله تنګ شول، له اضطراب او اندېښنو سره لاس او ګرېوان شول، ولاړل او د کوم غره په یوه سمڅه کې یې ځانونه خوندي کړل..
الله ﷻ وايي: ﴿ وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا ﴾ [الکهف: ۱۶].
ژباړه : کله چې اوس تاسې له هغوی او هغوی له غیر الله معبودانو څخه خپلې اړیکې پرې کړي دي نو ځئ فلانۍ څمڅې ته پنا یوسئ ستاسې رب به پر تاسې د خپل رحمت لمن پراخه کړي او ستاسې د کار لپاره به لارې چارې برابرې کړي!!
یو عربي شاعر وایې : په کوم ځای کې چې یخه او تازه هوا لګیږي، هغه ځای ماته تر ماڼیو هم غوره دی.
سرچینه : لاتحزن ان الله معنا ، ص ۲۵۸

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...