أَلَمْ تَرَ كَيْفَ که د مفکر آزار؟ (طنز)

ليکوال: حفیظ الدین پیرزادہ

وزیر گل را ته وویل: اشنا گله! دا دوہ ورځې وشوې چې له کور څخه بیرون نه یم وتلی. بس بلا وہ او برکت یې نه!
ما وویل: خیر شه! ولې څه شوي؟
راته یې کړ‎ہ: دوہ ورځې وړ‎اندې جومات ته لاړ‎م، د ماښام لمانځه ته لږ‎ وخت پاته و! په جومات کې کوچی حاجي او ځینې نور سپین ږ‎یري کلیوال ھم ول! د ملا صیب په غاښ درد و او کور ته تللی و. د ماښام له آذان سرہ کوچي حاجي زہ له مټ څخه ونیولم او مخکې یې کړ‎م. ما چې شاته وکتل، ځان راته په ړ‎ندو کې یوہ سترگه والا ښکارہ شو. په جگ آواز مې غږ‎ کړ‎، صفونه برابر کړ‎ئ او اقامت ووایئ! نور مې نیت وتړ‎ہ. له سورت فاتحې په خیر او خیریت تیر شوم، او بیا په إنا اعطینا ( سورت الکوثر ) ورغلم. ھلته ھم له کومې ستونزې سرہ مخ نه شوم، رکوع او سجدې په ارامه تیرې شوې! خو دویم رکعت ته چې پورته شوم او د جومات په مخامخ آئینه لرونکیو کړ‎کیو کې مې وکتل نو شاته مې ټول صفونه ډک و. د ډیریو یې سپینې پټکۍ پر سرونو وې. دا د طالبانو او ملا صیبانو کوم گروپ و چې له لیارې څخه زموږ‎ جومات ته راگرځیدلي و. دغه مھال مې لینگي و رپیدل، د زړ‎ہ ضربان مې زیات شو، په سترگو مې تیارہ راغله. ډیر وارخطا شوم. ما دومرہ ډیرو خلکو ته کله جمع نه وہ ورکړ‎ې، او ھغه ھم ملایانو ته. خو اوس راته پیښه وہ.
نو د سورت فاتحې په قرائت مې پیل وکړ‎. خو اواز مې له ستوني نه وتلو. بس سر به دې څه خوږ‎وم، فاتحه مې په ډیر کړ‎او وویله. بیا مې ھیڅ سورت ذھن ته نه راتلل، ھمداسې لکه بوتل ولاړ‎ وم، چې یو ناڅاپه مې خولې ته أَلَمْ تَرَ كَيْفَ راغله. زہ ھم پرې ورغلم، لومړ‎ی ایت مې سم قرائت کړ‎ خو نور سورت مې سوچ له مغزو و وتلو. بیا پرې له سرہ را تاو شوم. خو ذھن مې قسم وکړ‎ چې له فیل څخه وروسته یې که یو ټکی ھم په یاد وي. اوس نو دومرہ وارخطا شوم چې ټول بدن مې په رپیدو شو. له شاته صفونو څخه راباندې د فتحو باران و خو قسم که پر یوې مې ھم غوږ‎ گرولی وي.
ما ور ته وویل: ښه نو بیا دې څه چم وکړ‎؟!
را ته یې کړ‎ہ: څه چم به مې کړ‎ی وای؟ خو ھماغه لغماني چل مې وکړ‎. له جیب څخه مې دستمال را و ایست. او په لوړ‎ اواز مې وویل: زما اودس مات شو، له پوزې مې وینه راغله! او بیا مې په لومړ‎ي صف کې کوچی حاجي له مټ څخه ونیو چې په خپل ځای یې امام کړ‎م او زہ پښې سپکې کړ‎م.
په دې کار کې مې دوہ موخې وې؛ لومړ‎ی دا چې دا لانجه راته ھم ھغه کتلې وہ نو ما به مې خپل بدل اخیستی وي او دویم دا چې خپل قایم مقام به مې ھم مقتدیانو ته پرې ایښی وي. خو کوچی حاجي د خوشال بابا په تعبیر:
زړ‎ہ مې نه خوځي له ځایه – غر خو ھسې دی کنه
او یا لکه د طالبانو دریځ یو انچ مې ھم له خپل ځایه و نه ښورولی شو. ما چې ھر څومرہ له مټ څخه کش کړ‎ پر خوځولو یې بریالی نه شوم. دغه مھال مې نظر په لومړ‎ي صف کې ولاړ‎ په یوہ ټیټ، خوار او کمزوري سړ‎ي پریوت، نو پر ھغه ور غوټه شوم. په یو لاس مې له مټ او په بل لاس مې له څټ څخه ونیوہ او چې ھغه تر څو پر ځان پوھیدہ، ما د امام پر ځای درولی و. نور مې بیا بیرته خپل دستمال پوزې ته ونیوہ او له مسجد څخه ووتم. کور ته پر لارہ ځان را ته داسې مفکر، مفکر بریښیدہ.
اوس داسې فکر کوم دا د مفکر صیب آزار و. ځکه ما د ھغه د دعای قنوت او سورت الفیل په غمیزې پورې ډیر خندلي و. اوس دا دوہ ورځې له کورہ بھر نه یم تللی، له خپلو کلیوالو شرمیږ‎م!
ما ور ته وویل: مه شرمیږ‎ہ او په ډاډہ زړ‎ہ له کورہ بھر لاړ‎ شه. ته باید د الله تعالی شکر دوہ ځله اداء کړ‎ې! اوّل دا چې مسلمان یې او دویم دا چې د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله پر مذھب یې! دا که د امام مالک رحمه الله پر مذھب وای یا مو امام شافعي تعقیبولای، نو بیا مجبور وې داسې یوہ بھانه وکړ‎ې چې عذر به دې له گناہ بدتر وای. ځکه زموږ‎ د نورو مجتھدینو او فقھاو په نزد په وینه اودس نه ماتیږ‎ي!
وزیر گل په چرت کې لاړ‎ او ما له ھمدې خاموشۍ په استفادې ورسرہ خدای پاماني وکړ‎ہ!
__________

د مارچ ۱۹/ ۲۰۱۸م
ستاکھولم سویدن

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...