اونیزه تبصره: جهادي تنظیمونه او د سولې هلې ځلې

څه وخت مخکې د ملي یووالي حکومت مشر اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې وسلوالو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، چې د تېرو اوولسو کلونو په اوږدو کې دا وړاندیز بې سارې و، که څه هم نوموړي د کانټیننټل هوټل له خونړي برید وروسته د ټرمپ ټویټ تعقیب کړ، د وسلوالو طالبانو سره یې سوله د جګړې په ډګر کې وګڼله، مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له څرګندونو وروسته د ټرمپ له دریځ څخه تېر شو ، وسلوالو طالبانو ته یې په کابل کې دفتر پرانیستل، پاسپورتونه او هستوګنځي هم ومنل. 

بلخوا بیا وسلوال طالبان د تېر په څېر یو ځل بیا په خپل دریځ و دریدل، د اشرف غني غوښتنو ته یې هیڅ اعتناء ونه کړه، بلکې تر نن ورځې پورې یې اشرف غني او د سولې شورا په تمه دي، ترڅو چې د ملي وحدت حکومت وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړل شي. 

کله چې د هرات پخواني والي او د جمیعت مخکښ غړي اسماعیل خان د کب میاشتې په څلورویشتمه د ملي یووالي حکومت پر مشروعیت باندې د بطلان کرښه را کش کړه، وسلوال طالبان یې مخاطب کړل چې که چیرې د ملي یووالي حکومت د خبرو اترو وړ نه ګڼي، نو جهادي مشران وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دي. 

وسلوالو طالبانو د پخواني جهادي مشر اسماعیل خان څرګندونو په غبرګون کې اعلامیه خپره کړه، چې له ټولو تنظیمي او پخوانیو جهادي مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې که چیرې څوک د افغان غمیزې سولیز حل لپاره هلې ځلې کوي نو د طالبانو له سیاسي دفتر سره د اړیکه ونیسي، طالبانو نه یوازې پخواني جهادي مشران مخاطب کړل بلکې ټول افغانان چې د افغان غمیزې حل غواړي نو پر مخ یې د طالبانو سیاسي دفتر دروازې پرانیستې دي. 

دا یو څرګند حقیقت دی چې پخوانیو جهادي مشرانو د روسي یرغلګرو له ماتې وروسته د واک پخاطر خپلمنځي نښتې پيل کړې، چې بالآخره په مقابل کې یې طالبان را جګ شول، چې د وخت په تېریدو سره د خپلمنځي نښتو په پایله کې امریکائي یرغل لار هواره شوه، چې تر نن ورځې پورې افغانان د پخوانیو جهادي مشرانو له بې اتفاقۍ څخه د اور په لمبو سوځيږي. 

نو همدارنګه پخواني جهادي او تنظیمي مشران کولائ شي چې د نویمو لسیزو بل کړی شوی اور په خپل لاس مړ کړي، د بهرنیانو په مقابل کې ودریږي او د افغان غمیزې د حل لپاره ريښتونې هلې ځلې پيل کړي، ترڅو چې افغانان د پردیو جګړو ښکار نشي او په افغانستان کې یو افغان شموله اسلامي نظام پلی شي.

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په غزني بريد يې ولې پنجاب ته منسوب کړ؟

ليکوال: یاسر افغان د تېرې جمعې په شپه تنکيو ځوانانو ، چې ...