افغانستان

د بلخ نوی والي وټاکل سو.

(سرچینه: کندهار ورځپاڼه):

کندهار ورځپاڼه(۲ حمل ۱۳۹۷)اسحق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه د دغه ولایت چارواکو ته ور وپېژندل سو.
د مزار شریف په ښار کې د ولسمشر غني د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي په رسمي مراسمو کې د هغه د مقررۍ فرمان ولوست، چې ورسره، عطا محمد نور خپل ځای رسما ښاغلي رهګذر ته پرېښود.
د بلخ پخواني والي غونډې ته په وینا کې دا ومنله چې د ولایت له څوکۍ یې تیرکال استعفی کړې وه، خو د ولسمشر غني په غوښتنه یې د والي په توګه کار ته دوام ورکړی و. نوموړي وویل، چې له ارګ سره یې مخالفت یوازې د حق لپاره ؤ او غوښتل یې چې د جمعیت ګوند غوښتنې ومنل سي، چې ټولې منل سوې دي.
نور همدا راز ویلي چې د را روانو ټاکنو لپاره به کار کوي.
تر دې غونډې وړاندې د بلخ د پولیسو مشر هم د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ته ور وپېژندل سو او هغه هم د عطا محمد نور په خوښه ټاکل سوی دی.

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.