افغانستان

ارزګان: د ملي اردو توپچي برید کې ۲ ماشومان وژل شوي

(سرچینه: محصلین):

د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښارکې پر یوه کور د ملي اردو د هاوان لګېدو له امله ۲ ماشومان وژل شوي دي.

دا پېښه تیره ورځ د ترینکوټ اړوند په ابردي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ملي  اردو ځواکونو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د ولسي خلکو پر یوه کور ولګېده.

د یادې سیمې ملک امین الله ویلي، چې په دغه پېښه کې د ۲ ماشومانو د وژل کېدو ترڅنګ د هغوی پلار او یو بل ماشوم ټپیان شوي هم دي.

نوموړی زیاتوي، پرون کرۍ ورځ ابردي سیمه باندې د ملي اردو ځواکونو لخوا د پوځي علمیاتو په پلمه د توپونو او هاوان ډزې روانې وې.

د ارزګان ولایتي اداره هم دغه پېښه تاییدوي او په اړه یې د تحقیقاتو پيلولو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تیرو دوه کلونو راهیسې د ارزګان ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې د پوځي عملیاتو پرمهال ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې؛ خو تر اوسه په دې هکله رڼې پلټنې نه دي ترسره شوي.

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.