کندهار کي دښځو ځانګړی سوداګریز مرکز پرانيستل سو

(سرچینه: کندهار ورځپاڼه):

دکندهار ورځپاڼه(۲ حمل ۱۳۹۷)د افغاني خويندو تجارتي مرکز د پنجنشنبې په ورځ د کندهار د مرستيال والي عبدالحنان منیب له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سو.
ياد سوداګريز مرکز د يوې کندهارۍ ميرمني ليلا افاق لخوا د ښځو لپاره جوړ سوی. د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د افغاني خويندو سوداګريز مرکز د پرانيستلو پر مهال د ياد مرکز د مشري ليلا افاق څخه مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
ښاغلي منيب وويل، ولایتي اداره د ښځو د اقتصاد د پرمختګ لپاره جدي هڅي کوي چي په همدې موخه يې څو ورځي وړاندي د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانيستل.
مرستيال والي د ياد سوداګريز مرکز پرانيستل د ښځو د اقتصاد په پرمختګ کي مهم وباله او زياته يې کړه چي دا مرکز به د ښځو د لاسي صنایع ته په بازار موندنه کي هم ګټور تمام سي.
د افغاني خويندو د سوداګريز مرکز مشري ليلا افاق وويل چي په ياد سوداګريز مرکز کي د ښځو د ټولو ضرورت وړ توکو تر څنګ خیاطي، بیکري، خوړنځاي او مسجد هم شتون لري.
اغلي افاق وویل، په ياد سوداګریز مرکز کي يې ۱۲۰ زره امريکايي ډالره پانګونه کړې او اوس مهال يې ۱۴ تنو ميرمنو ته د کار زمېنه برابره کړې ده او دا شمېر به تر ۵۰ پوري ورسوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...