پاکستان یوځل بیا په کونړ توغندويي بریدونه کړي

(سرچینه: محصلین):

سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني پوځیانو له پرون راهیسې د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو ۱۱ توغندي ویشتلي دي.

د کونړ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان رسنیو ته ویلي، دغه بریدونه پیل د چهارشنبې په ورځ پیل شوي، چې نن د پنجشنبې په ورځ هم دوام لري.

هغه زياته کړه چې د پاکستاني پوځیانو له خوا توغول شوي توغندي او د توپ مرمۍ پر دانګام او شلتن ولسواليو لګېدلي دي.

د دهقان په وينا، په دغو بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو يو کور ويجاړ او يو شمېر څاروي مړه شوي دي.

د يادونې ده، تېره مياشت د ملي دفاع وزارت ويلي وو چې دوى خپلو ځواکونو ته د ځوابي اقدام امر کړى دى. پاکستاني ځواکونو له تېرو څو کلونو راهيسې پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...