په امریکا کې سختو واورو زرګونه خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

په امریکا کې سختو واورو زرګونه خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

د امریکا په شمال ختیځو ایالتونو کې پیل شوی سوړ توپان او شوې واورې په لسګونو زره خلک له بې برقۍ او نورو ستونزو سره مخ  کړي دي. د پنسلوانیا ایالت په ځینو برخو کې تر دېرشو سانتي مترو ډېره واوره ورېدلې، خو په فلیلادلفیا او د نیویارک مرکزي ښار پارک کې تر اووه انچه واوره شوې ده. تر څلور زره پروازونه د چهارشنبې په ورځ وځڼډیدل او په ځمکني ترانسپورت کې د آمټرک ټرین، د واشنګټن او باسټن ترمنځ خپل تګ راتګ بند کړ او ځینو ایالتونو خو آن مسافر وړونکي سلګونه موټرونه هم له لویو لارو منع کړي دي. د واشنګټن ډي سي ښاروال د چهارشنبې د سهار له نهو بجو څخه نیولې د پنجشنبې د سهار تر اوو بجو پورې اضطراري حالت اعلان کړی و. په دې مانا چې ټول فدرال دفترونه تړلي وو او ښوونځي به هم بند وو.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

اسدالله خالد: جنرال رازق د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای “ISI” وژلی دی

(ټرایبل نیوز): د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر اسد الله ...