نړۍ

امریکا دسختي واوري اورېده شاهده ده.

کندهار ورځپاڼه(۲ حمل ۱۳۹۷)د امریکا په شمال ختیځو ایالتونو کې پیل سوی سوړ توپان او سوې واورې په لسګونو زره خلک له بې برقۍ او نورو ستونزو سره مخ کړي.
د پنسلوانیا ایالت په ځینو برخو کې تر دېرشو سانتي مترو ډېره واوره اورېدلې، خو په فلیلادلفیا او د نیویارک مرکزي ښار پارک کې تر اووه انچه واوره سوې ده.
څلور زره پروازونه د چهارشنبې په ورځ وځڼډیدل او په مځکني ترانسپورت کې د آمټرک ټرین، د واشنګټن او باسټن ترمنځ خپل تګ راتګ بند کړ او ځینو ایالتونو خو آن مسافر وړونکي سلګونه موټران هم له لویو لارو منع کړي دي.
د واشنګټن ډي سي ښاروال د چهارشنبې د سهار له نهو بجو څخه نیولې د پنجشنبې د سهار تر اوو بجو پورې اضطراري حالت اعلان کړی ؤ.

سرچینه: کندهار ورځپاڼه

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: