د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د هندوستان سفر پیلوي !

د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله د یو شمیر سیالیو د ترسره کیدو په موخه هندوستان ته ځي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د معلولینو د کرکټ ملي لوبډلې ته یې د هندوستان په چندي ګړ کې د هندۍ معلولې کرکټ ملي لوبډلې سره یوه درې ورځینۍ او دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ برابرې کړې.

 افغان کرکټ بورډ ویلي، دغې سیالیو ته یې د لا چمتوالي په موخه په کابل کې ۲۶ کسیزه لوبډله په تمریناتو بوخته کړې، چې د یو شمیر تمریناتي سیالیو د ترسره کیدو وروسته به ترې ۱۶ کسیزه لوبډله غوره کړي او هندوستان ته به یې ولیږي.
د معلوماتو له مخې، د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله به د غوراوي وروسته د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د راتلونکې دوشنبې په ورځ هندوستان ته سفر ولري.

 د افغانستان کرکټ بورډ ویلي د کابل په تمریناتي اوسني کیمپ کې یې هغه لوبغاړي راټول کړي دي، چې د زونونو په سیاليو کې ښه ځلیدلي دي. خو بل خوا څه موده وړاندې د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو د کرکټ بورډ سره د سلیقوي چلند له کبله پریکون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ معلولینو پخوانۍ ملي لوبډلې په یو سیریز کې هندۍ ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه او هم یې تر دې وړاندې د هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او انګلستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبدلو سره سیالۍ ترسره کړې دي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ښه ځلیدا وروسته په ۲۰۱۲ م کال کې د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبدله هم جوړه شوې ده، خو سیالۍ یې د ګوتو په شمیر سره ترسره کړې دي. 

سرچینه: یاران

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

راشد خان به له دې وروسته په سویلي افریقا لیګ کې جادو ښيي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او ...