په ۱۱ ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله رای مرکزونه معلوم نشول

(سرچینه: اریانا نیوز):

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په یوولس ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله د ټاکنو د رایو ورکولو مرکزونه معلوم شوي نه دي؛ ځکه، چې هلته ناامني ده.

که څه هم خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو هیله لري؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې اړه ډاډه نه ښکاري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي ویلي؛ مونږ، چې د رای مرکزونو د معلومولو لپاره کاري ډلې لیږلې وې؛ هغه مهال ۳۲ ولسوالیو ته، چې په کې امنیتي ګواښونه ول، سفر نه و شوی. اوس دغه شمېر ۱۱ ولسوالیو ته راټیټ شوی او ګواښونه لږ شوي دي. کمیسیون چمتو دی، چې د امنیتي ارګانونو په ډاډ او د سیمو د خوندیتوب له مخې ټاکنې تر سره کړو.                

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي، د نصرت د پیل شویو عملیاتو ستره موخه د هغو سیمو بېرته نیول دي، چې د وسلوالو تر کنترول لاندې راغلي او دا مو لومړیتوب دی، چې د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو امنیت خوندي کړو.

پوځي کارپوه میاګل خالد وایي، که حکومت د ټاکنو امنیت تامین نه کړي، ټاکنې به عادلانه او رڼې نه وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د یوې سیمې خلک له ټاکنو بې برخې شي، د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

د ناامنیو تر څنګ د ټاکنیزو حوزو نشتوالی، د رایو ورکوونکیو د نوملیکنې نه بشپړیدل او د رایو ورکولو د کارتونو نه وېش هغه موارد دي، چې کمیسیون به یې د چنګاښ تر میاشتې پورې تر سره نه کړای شي.

خبریاله: دیانا صمدي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...