سره مڼه که شنه، کومه یوه یې د شکر په مخنیوي کې زیاته ګټوره ده؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۷ل): لکه څنګه چې مڼه له رنګه ښکلې ده، خوند یې هم خوږ دی، ښه بوی هم لري، له دې ښو ځانګړتیاو ترڅنګ یې خوړل هم بې شمېره ګټې لري.

ویل کیږي، د ورځې لخوا یوه مڼه وخورئ له ډاکټره ځان لرې وساتئ، دا یوه داسې میوه ده چې په ژمي او اوړي دواړو موسمونو کې موندل کیږي، د هر ځای او هر موسم سره مختلف رنګونه لري، او په نړۍ کې د ډېرو کرنیزو او مصرف شوو مېوو په سر کې راځي.

یو شمېر روغتیایي ګټې لري، په مڼه کې انرژي، پروتین، یو شمېر ویټامینونه، کلسیم او اوسپنه موندل کیږي، چې د روغتیا غوره کولو او د ناروغۍ په له منځه وړلو کې ګټورې ثابتیږي.

په مڼو کې فایټو نیو ټرېنټ او انټي اکسیډینټس کولی شي د سرطان، لوړ فشار، د شکر او د زړه ناروغۍ د پراختیا په مخنيوي کې مرسته وکړي، خو د شکر ناروغ لپاره کومه مڼه زیاته ګټوره ده، شین رنګې که سور رنګې؟ راځئ چې ویې پيژنو!

که څه هم مڼه په هر حال کې ګټوره ده، خو ددې ډيروالي له امله د شکر ناروغانو لپاره ددې پیژندل اړین دي چې په شنو او سرو مڼو کې یې د شکر ناروغۍ مخنیوي لپاره کومه یوه زیاته ګټوره ده؟

شین رنګې مڼه چې په عام ډول ورته کچه/شنه مڼه هم ویل کیږي کې د شکر اندازه د سرې مڼې په پرتله کمه وي، یوه متوسطه ډوله شنه مڼه کې ۱۷ ګرامه، او په همدومره اندازه سره مڼه کې ۲۳ ګرامه شکر موندل کیږي.

د همدې لامله ویل کیږي چې د شکر ناروغانو لپاره د شین رنګې مڼې خوړل ډېر ګټور دي، چې هم یې د شکر مخنیوی کیږي او هم یې د بدن انرژي او دفاعي قوت پوره کیږي.

The post سره مڼه که شنه، کومه یوه یې د شکر په مخنیوي کې زیاته ګټوره ده؟ appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

له پلي تګ څخه د خلکو شخصیت او روغتیایي حالت داسې وارزوئ

ژباړه: بشر دروېش د انسان ځینې ځانګړنې، لکه د پلي تګ ډول ...