د طالبانو تبعیضي چلند او که سیاسي فتحه؟

جمال ایوبي

شپږ ورځې وړاندې اسماعیل خان له طالبانو غوښتي و چې د روانې کشالې د حل لپاره دې له مجاهدینو سره وګوري.
ورپسې طالبانو په یوه اعلامیه کې اسماعیل خان او نورو ټولو سیاستمدارانو ته پیغام واستوه د اشغال خاتمې هڅه چې هر څوک کوي موږ یې هر کلي کوو.
دلته طالبانو جامع خبره کړیده په اعلامیه کې یې ویلي دي: هر هغه څوک چې د روانې کشالې د ختمولو لپاره صادقانه کوشش کوي موږ ورسره تیار یو خو د قطر دفتر سره دي رابطه ونیسي ځکه هغه رسمي دفتر دی.
دلته ځینو سیاستمدارانو نېوکې وکړلې د طالبانو دغه اعلامیه یې یو تبعیضي چلند وګاڼه.
بدبختانه دغو سیاستمدارانو د طالبانو له اعلامیی څخه اخستنه نده کړې خو د خپل عادت له مخې یې انتقاد وکړ دلته یې ځینې شیکایتونه رانقلوو.
اول:کرزي صاحب طالبانو ته په کراتو ورور خطاب کړی،خو طالبانو جواب ندی ورکړی؟
کرزی صیب یو له هغو کسانو څخه دی چې د سولې ټولې لارې یې بندې کړی وې،د سولې په تړاو چې به کنفرانسونه کیدل کرزي به امریکا ته ویل چې طالبان باید ګډون ونکړي،د قطر دفتر ردول د کرزي نیت روشانه کوي،کرزي صیب عمل او ګفتار په ډیر واټن کې واقع وه.
دوهم:حکمتیار صیب طالبانو ته د دوې په اصطلاح د سولې دعوت ورکړ،خو طالبانو هیڅ جواب ورنکړ؟
د حکمیتار صاحب غوښتنه له طالب څخه بې منطقه او هم غیرې شریعي ده.
د حکمتیار صیب غوښتنې پخپله تر اوسه پورې نیمګړې دي،د سولې په نامه چې کومه پروژه لاسلیک شوه د هغې پایلې کومه نتیجه ورکړه چې بیا هم له طالبانو نه داسې بې منطقه غوښتنې کیږي.
حکمتیار صیب چې په لمړي ځل په لغمان کې راښکاره شو لمړی وار یې پر طالب وکړ ، سل قسمه تورونه یې پرې پورې کړل داسې متضاد عملونه د سولې لپاره خنډ دي،لمړی د سولې تعریف او بیا د سولې لپاره خپل زړه او ژبه عیارول پکار دي.
سوله د عمل او وینا تر منځ تړون غواړي، کله چې عمل او ګفتار تضاد ولري بیا په زړونو کې د سولې لپاره ځای نه وي.
د یو افغان په صفت هر څوک کولائ شي چې د قطر دفتر سره رابطه ونیسي، نه د چارواکي په صفت.
د طالبانو دغه اعلاميه د یو څو مصلحتونو پر بناء خپره شویده که د وخت تقاضا وه، پایلې به یې بیا ټول ملت پخپلو سترګو وویني.
دا چې طالبانو اسماعیل خان ته په جواب ورکولو کې بیړه وکړه دلته د اسماعیل صداقت په نظر کې نیول شوی وه.
اسماعیل پرون بیرته وویل:ما هیڅ وړاندیز او پشنهاد طالبانو ته نه و کړی او هم یې قطر دفتر خپل تګ رد کړ.
له دې ځایه د سولې په تړاو د حکومت د هر چارواکي صداقت او رښتینولي ثابتیدلې شي.
.له نن نه کلونه مخکې طالبانو له استاد سیاف،قانوني او داسې نورو چارواکو غوښتي و چې د روانې کشالې د حل لپاره دې له موږ سره رابطه وکړي دا چې د دوې زړونه د بغض او منافقت څخه ډک و، دوې ټولو له ناستې څخه انکار وکړ.
طالبان د یو افغان په صفت هر چاته دعوت ورکوي او تل یې مثبت پیغام ورکړی، د حل لپاره یې د قطر دفتر خپل ادرس ښودلی.
څوک چې سیاسي بصیرت نلري هغوې تل د نېوکو پر ځای انتقاد کوي چې دا بیا پخپل ځان عریضه کول دي.
طالبانو دا هم ثابته کړله چې موږ خپل ټول دښمنان زغملی شو خو هغه وخت کله چې هېواد د اشغال څخه خلاص شو.
له دې ځایه دا هم جوته کیږي چې د سولې رښتینې لاره د خارجیانو سره مذاکرات دي، تر څو چې بهرنیان مذاکراتو مخامخ حاضر نشي تر هغې به دولتي چارواکي ډرامتیک اکټونه کوي.
سیاستمداران او نور لیکوالان دې مهرباني وکړي تبعیضي چلند او سیاسي کړني دې وپیژني.

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

امریکا ١٧ کاله مخکې د بشر د حقوقو له شورا وتلې ده

تبصره که حقيقت ته نظر وکړل شي، امريکا هر وخت د بشر ...