زما فاضله! زما اتله!

لیکوال: معصوم طالب

نن خو دې په ښایسته ګلورینه چهره د مسکا او خوښیو څادر خور وو،
نن خو دې د خوښۍ مرغان دومره په نڅا ول تا به ویل ټول عمر یې غم نه دی لیدلی،
نن دې چنار ځواني دومره مؤثره وه، ستا په لیدو مې د اوښکو بهیر تم نه شو، هغه صحنه ډېر تاثیري وه ته چې د استاذ په مبارکه ږیره ورټیټ او ښکل دې کړه.

خو…
زما فاضله!!زما اتله!!
دا باید ته درک کړې چې دا سپین پګړۍ او دا ښایسته امیلونه یواځې ستا د خوښۍ دنده په مخ نه وړې بلکې دا له ځانه سره مسؤلیتونه هم لري،
ته اوس هغه طالب نه یي چې تنها د خپل ځان د مسؤل په حیث دې چې د ژوند چارې په مخ وړلې، ستا دا سپینه پګړۍ اوس تاته یو مسؤلیت در په ګوته کوي،
تا چې دا لس کاله په ځان لوږه، تنده او مسافري او ستړیاوې تېرولې، یواځې د دې هدف لپاره نه وې چې ځان له علم او درسونو فارغ او دستار فضیلت په سر کړم،
ته اوس یو مسؤل شوې تاته چې دا لس کاله مؤمن اولس وظیفه درکوله، هغه اولس اوس تاته سترګې په لاره دي، هغوی په دې طمع دي چې زمونږ فاضل اوس فارغ شو او اوس به راته خدمت کوي.
زما فاضله!!
زمونږ په ګران وطن افغانستان باندې چې کوم ناورین او اولس مو چې له کوم کړاو سره مخ دی، ته یي چې هیواد او اولس ته به ازادۍ او سکون وربښې.
یواځې تاته دا مؤمن اولس سترګې په لار دی.
زما اتله!!
تاته چې نن دخپلو محبوبو استاذانو لخوا کومه سپینه پګړۍ درپه سر شوه دا یواځې پګړۍ مه ګڼه..
دا شايد ستا لپاره کفن هم شې،
دا هم امکان لري چې ستا لپاره دې زولنې شې،

او دا هم فرض کړه چې یوه ورځ به ټپي کېږې او په خپله پګړۍ به خپل زخمونه تړې.
ځکه دا پګړۍ او د دی پګړې نه لاندې زندګي دومره اسانه نه ده، دا به هر څه په ځان منې او هغه مسؤلیت به په مخ وړې چې تاته سپارل شوی دی.
ته اوس یواځې مولوي نه، بلکې اوس وارث د نبي ﷺ شوې، تا د خپلو هغو اسلافو په پل قدم ايښی کومو چې د اسلام ډېوه د خپل تن په غوښو او وینو بله ساتلې ده،
ته به اوس ډېر ځیرک او ویښ اوسې،
خدای مه کړه که د شیطان په جال کې راغلې او یا د نفس یا د دنیا خواهشاتو تابع شوې، بیا به ګوره د قیامت په ورځ د دې مظلوم اولس لاس او ستا به ګریوان وې،
زما فاضله!!
د یو دلسوز ملګري په حیث درته د وایم،
دا مونږ منو چې شايد ستا د ژوند چارې یا ستا کورنۍ تاته د ژوند د چارو د سمبالښت پېټی هم در په اوږو کړي، خو ستا عزم او اراده باید د لوړ غره په شان وې،
ته باید له خپل علم سره لومړی تقوا (له الله ﷻ نه وېره) په ځان لازمه کړې،
په تکلیفونو د صبر درس باید له اصحابو صفه څخه زده کړې،
خپل ځان باید دومره مستغني کړې چې اهل دنیا تاته محتاج شي، نه ته دوی ته،
ځکه خدای مه کړه که د طمعې ماده درکې پیدا شوه، بیا به نه ته يي او نه به دې دا علم او نه دا حیثیت.

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...