ویسټ انډیز کرېکټ بورډ پاکستان ته د تګ لپاره لوبغاړي په پيسو پخلا کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۲ وری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ خپل لوبغاړو ته د پاکستان دورې لپاره د اضافي پيسو ورکولو اعلان کړی تر څو لوبغاړي تګ ته پخلا کړي.

د کرېکټ خبري ویبپاڼې «کرېک انفو» د راپور سره سم ویسټ انډیز کرېکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د اضافي ۲۵۰۰۰ ډالرو ورکولو اعلان کړی دی، تر څو دوی پاکستان کې کرېکټ لپاره پخلا شي.

دغه پيسې د لوبغاړو د عامې تنخوا نه ۵۰ یا ۷۰ سلنه زیاتې دي، چې د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا د خپل کوربه توب په خاطر او هلته ته د لوبو ستنېدو لپاره د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ ته ورکول کیږي.

څه موده وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر نجم سیټهي د ویسټ انډيز لوبډلې سره په پاکستان کې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پېل کوي.

دغه سیالۍ به د اپریل میاشتې په ۱، ۲ او ۴مه نېټه د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې ترسره کیږي.

سربېره پر دې بیا هم د ویسټ انډیز غوره لوبغاړو یې بورډ ته له وخت وړاندې ځواب ورکړی دی چې دوی پاکستان ته د تګ لپاره تیار نه دي، په دې لوبغاړو کې ډیرن براوو او ورور یې، سنیل ناراین، پولارډ او انډري رسل دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له ډیرې مودې راهیسي پر خواریو لګیا دي تر څو کومه لوبډله پاکستان کې کرېکټ کولو ته اړ باسي، ځکه چې په ۲۰۰۹م کال کې پر سرېلنکا لوبډلې د پاکستان مشهور ښار لاهور کې له قاتلانه حملې وروسته په پاکستان کې پر کرېکټ بندیز لګېدلی و.

The post ویسټ انډیز کرېکټ بورډ پاکستان ته د تګ لپاره لوبغاړي په پيسو پخلا کوي appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

افغانستان او ایرلنډ نن ۲۰ اوریزه لوبه لري؛ دا لوبه ۱۵۰ هیوادونو کې په تلویزونونو خپریږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف د ۶ لوبو ...