اسماعیل خان طالبانو ته: په افغانستان کې درسره خبرو ته چمتو یم

(سرچینه: نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۷): جهادي قومندان او د هرات پخواني والي اسماعیل خان د طالبانو په جواب کې ویلې چې غواړي ورسره په افغانستان کې دننه خبرې وکړي.

نوموړي ددې تر مخه طالبانو ته وړاندیز کړی وو چې دوی که د حکومت سره خبرو ته نه وي اماده، نو د جهادي ډلو سره دي خبرې وکړي او په افغانستان کې دي د اسلامي نظام د قیام په خاطر ددوی سره یو موټی شي، چې په جواب کې يې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه وړاندیز منلی وو او هغه یې په قطر کې خپل سیاسي دفتر ته د خبرو لپاره ور بللی وو.

طالبانو ویلي وه چې دوی تل د جهادي ډلو مشران په درانه نومونو یاد کړي او تمه ځیني لري چې د هیواد څخه د اشغال په خاتمه کې له دوی سره مرسته وکړي.

اسماعیل خان نن د پنجشنبې په ورځ د خپل وژل شوي زوی په یاد غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د طالبانو سره خبرې په افغانستان او په ځانګړې توګه په هرات کې کول غواړي.

هغه د طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت د ملاتړ یادونه هم وکړه او وې ویل، په دې شرط به د طالبانو سره خبرې کوي چې حکومت له دوی سره په دغه کار کې همکاري وکړي او د حسد او کینې څخه کار وانه خلي.

د یادونې وړ ده چې څه موده تر مخه (فروري ۲۸، ۲۰۱۸) په کابل کې د ګډحکومت په مشري د کابل پروسې په نامه نړیواله غونډه شوه چې په کښي ولسمشر اشرف غنې د یوې اعلامیې په لوستلو طالبانو ته بېله قید او شرطه د سولې وړاندیز وکړ، خو طالبانو یې تر اوسه په اړه د مثبت یا منفي غبرګون ښودلو څخه ډډه کړې ده، خو طالبانو ددې تر مخه لومړی د امریکایانو سره پر خبرو ټینګار کړی او ویلي يې وه چې د افغانستان په جګړه کې اساسي رول او اړخ امریکا ده، ځکه نو تر څو چې د امریکا سره د افغانستان پر شخړه جوړجاړی نه وي شوی، د کابل حکومت سره هیڅ مانا نه لري.

The post اسماعیل خان طالبانو ته: په افغانستان کې درسره خبرو ته چمتو یم appeared first on نن ټکی اسیا.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...