طالبانو ولي د غني په ځای د اسماعیل خان په وړاندیز غبرګون وښود؟!

شاهد (غزنیوال)

د تیر کب د میاشتې په ۲۹ نیټه طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې د هرات د پخواني والي او د جهاد په مهال د جنوب لویدیځې حوزې یوه بانفوذه شخصیت ښاغلی اسمعیل خان د غوښتنې په ځواب کې د هغه په استازولي له پخوانیو تنظیمي رهبرانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې د خاتمې او سولې د تحقق لپاره د طالبانو د سیاسي کمیسیون له مسؤلینو سره وګوري تر څو په مشترک ډول د افغان لانجې د هواري لپاره یوه حل لاره ولټوي.

د اسمعیل خان غوښتنې ته د طالبانو مثبت غبرګون په رسنیو کې پراخ انعکاس وکړ چې ځینو هیواد والو د طالبانو دا هڅه د سولې د ټینګښت په لاره کې یو مثبت عمل وګاڼه او یو شمیر نورو بیا پر هغه نیوکې وکړې او د سولې په لاره کې یې د نورو سیاسی او جهادي شخصیتونو په استازولي د ښاغلی اسمعیل خان رول کمزوری وباله.

اوس خبره دا ده چې ایا خپله اسمعیل خان او د هغه په اند د لويي جهادي کورنۍ غړي به تر کومه وتوانیږي چې د طالبانو د مثبت ځواب په پوره کولو کې دي له هغوی سره په ګډه د هیواد د بحراني وضعیت په سمولو کې اقدام وکړي؟

ځکه هغه کسان چې ښاغلی اسمعیل خان یې لویه جهادي کورنۍ بولي خپله په یوه متفرق او نامنظم وضعیت کې قرار لري او د هیواد له سیاسي برخلیکه تر ډیره بریده څنګ ته کړل شوي دي.

ښاغلی استاد سیاف د جمعیت اسلامي له غیر دولتي غړیو سره یوځای یواځې د شمالي ټلوالې اړوند په مناسبتي غونډو او ډیرکم په دولتي مراسمو کې تشریفاتي برخه اخلي او په نظام کې له هرډول واک څخه خلع صلاحیت کړل شوی دی.

حضرت مجددي او حامد ګیلاني په جلا جلا ټیم کې واقع او په هرډول سیاسي تصامیمو کې د استاد سیاف او جمعیت ګوند له سیاسته بیله تګلاره لري.

کریم خلیلي او حاجي محقق هم د دولت په ملاتړ او همدا راز د هیواد د اړونده قضایاوو په اړه بیل بیل مواقف لري.

ښاغلی حکمتیار له نورو تنظیمي رهبرانو سره د توافق او یوه مشترک تصمیم نیولو په ځای خپله د حزب اسلامي له نورو منشعبو ډلو سره د طرد او دفع په عملیې مصروف دی او د هیواد د قضایاو په اړه یې نظر تر ډیره یواځې په نظري تمنیاتو ولاړ دی چې په عملي ډګر کې د تنفیذ له حیزه ډیر لیري ښکاري.

ښاغلی اسماعیل خان هم چې د پخواني ولسمشر کرزي د حکومت په پایته رسیدو سره یې خپل دولتي منصب له لاسه ورکړی بیا تر اوسه د ځان د مطرح کولو لپاره کله د شورای مجاهدین او کله هم د بل جلا تشکیل رامنځته کولو طرحې وړاندې کوي خو د هیواد په برخلیک کې لکه چې دی یې ادعاء لري هغومره وزن نه لري.

نو طالبانو ولي د هغه په غوښتنه سمدستي غبرګون وښود؟

د پخوانیو جهادي رهبرانو په جمله کې ښاغلی حکمتیار هغه څوک دی چې هم یې له دولت سره تر یوځای کیدو وړاندې او هم له هغه را وروسته په مکرر ډول له طالبانو څخه د هیواد د اړونده قضایاوو په اړه د ګډ کار کولو غوښتنه کړې خو طالبانو پري کوم غبرګون نه دی ښودلی.

همدا راز پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر اشرف غني له طالبانو څخه په کراتو مراتو غوښتي دي چې د سولې په اړه دي د دوئ غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او په ګډه دي د جګړې د خاتمې لپاره له دولت سره په یوه مشترک تفاهم کار وکړي، چې تر ټولو مهم یې د ولسمشر غني وروستی امتیازي وړاندیز و چې طالبانو تر اوسه هم ورته مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړي.

دا چې طالبانو د اسمعیل خان غوښتنو ته د پخوانیو جهادي چارواکو په استازولي ولي عاجل غبر ګون وښود څو لاملونه لري چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي.

الف: طالبان غواړي په دې غبرګون سره هغه تبلیغات نفی کړي چې د دوئ په اړه کیږي چې طالبان نه غواړدي د سولې په اړه له امریکایانو پرته له داخلي لوریو سره تفاهم او مذاکراتو ته حاضر شي.

ب: په هیواد کې د یوې دائمې او واقعې سولې د تحقق لپاره د تفاهم وړاندیز تراسماعیل خان وړاندې خپله د طالبانو د مشر تابه لخوا پخوانیو جهادي رهبرانو ته شوی خو هغوي یې په وړاندې خاموش پاتي شوي.

اوس طالبانو په دغه غبرګون سره همدا پخواني جهادي رهبران په یوه امتحاني موقف کې واقع کړل او هغه په دې ډول چې همدا پخواني جهادي چارواکي که ریښتیاهم د هیواد په برخلیک کې کوم صلاحیت لري نو لکه دا څوکاله چې یې د امریکایانو په حمایت جوړشوي حکومت کې د رسمي غړیو او یا حمایتي همکارانو په حیث کار کړی او اوس عملا لیدل کیږي چې د هغه حکومت د واکمني له امله ټول هیواد له خطر سره مخ او ولس په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري.

اوس د طالبانو د غوښتني په صورت کې ورته په کار دي چې د هیواد او ولس د نجات په خاطر له هغوي سره هم د تفاهم میزته حاضر او د هیواد په برخلیک ورسره خبره وکړي.

که همدا چارواکي د طالبانو غوښتنه ومني نو واقعا هم چې هم به یې د هیواد په دغو بحراني شرائطو کې خپل رول ترسره کړي وي او هم به یې د جهادي رهبرانو په حیث خپل جهادي وجاهت ثابت کړی وي.

او که د طالبانو د غوښتنې په اړه بي توجهې کوي او د حاکم نظام او یاهم د هغه د حامیانو (امریکایانو) د نه اجازي له مخې د طالبانو ځواب ته غبرګون نه ښيئ نو بیا يې په واقعي لحاظ د جهادي رهبرانو په جهادي حیثیت تر پوښتنې لاندې دی او امریکایان او نظام یې له جهادي حیثیت څخه د طالبانو خلاف ابزاري استفاده کوي او شخصا دوي ته د هیواد په قضایاوو کې په کوم حیثیت نه دي قائل.

ج: د اسماعیل خان غوښتنې ته په مثبت غبرګون ښودلو سره طالبانو عملا دا وښودله چې هغوی د داسي سوله ییزو وړاندیزونو منلو ته تیار دي چې هغه له سولې څخه د استفاده جويي په غرض نه ؛ بلکې په واقعي ډول د جګړې د خاتمې او د سولې د تحقق لپاره تر سره کیږي.

هغوی د دې کار لپاره هم په ځینو نړیوالو غونډو کې لکه د پګواش کنفرانس ، په چاپان او ځینو نورو بهرنیو هیوادونو کې د نا دولتي سازمانونو لخوا په جوړو شویو غونډو کې په خپل ګډون سره دا ثابته کړه چې هغوي په هیواد کې د جګړې او د هغې د عواملو د له منځه وړلو لپاره معقوله طرحه لري او غواړي هغه د افغانستان په اړه د کیدونکو غونډو له برخوالو سره شریکه کړي.

اوس نوره خبره په پخوانیو جهادي چارواکو پوري اړه لري چې هغوی تر کومه د هیواد د لانجې د هواري لپاره له دې ترلاسه شوي فرصت څخه په خپل وخت استفاده کوي.

The post طالبانو ولي د غني په ځای د اسماعیل خان په وړاندیز غبرګون وښود؟! appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د میدان وردګو ولایت مرکز کوته عشرو مربوطاتو کې د طالبانو او افغان دولت په ګډه د اختر لمانځل

لیکوال: نثار احمد امرخیل توجهُ عسکره! منم چې په جګړه کې ښکېل ...