د بلخ نوی والي او امنیه قومندان معرفي شول

(سرچینه: محصلین):

له ارګ سره د عطاء محمد نور هوکړې ته له رسېدو وروسته محمد اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه وګومارل شو.

د نوي والي پېژندو په غونډه کې د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمعیت ګونډ مرستیال او سلګونو چارواکیو، ګوندي او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د بلخ لېرې شوي والي عطاء محمد نور د رهګذر پېژندو په غونډه کې وویل، له ارګ سره د جمعیت ګوند د خبرواترو او د ولس ګټو ته په کتو پرېکړه وشوه محمد اسحاق رهګذر د والي او جنرال اکرم سامع د امنیې قوماندان په توګه معرفي شي.

نور وايي، دغه درې میاشتېنۍ لانجې د شخصي ګټو له‌پاره نه، بلکې د ولس ګټو په موخه وې. نوموړي هغو ته چې وايي نه باید عطامحمد نور له خپل دریځ او د ولایت له څوکۍ تېر شوی وی، وویل، دوی هغه څه چې حق یې دی له ارګ سره هوکړې ته پرې رسېدلي دي.

نور زیاتوي، له دې وروسته د افغانستان ژغورنې اېتلاف چارې پراخوي او په راتلونکیو ټاکنو کې پراخ حضور یې سیاسي پروګرام دی.

د بلخ نویو چارواکیو د پېژندنې په غونډه کې د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي شوې هوکړه بریا وګڼله او ټینګار وکړ چې ټول افغانان سره یو موټی واوسي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې عطاء محمد نور د ولسمشر له‌خوا د ده، د استعفالیک له منلو او انجینر داود د بلخ والي په توګه ټاکل کېدو سره مخالفت وښود. له دې وروسته د ارګ او جمعیت ترمنځ لانجه زیاته شوه او د ستونزې حل له‌پاره د ارګ او جمعیت له‌خوا جوړه شوې ډله بلخ ته ولاړله او بلاخره د لانجې پرحل یې هوکړه وشوه.

د ارګ او جمعیت ترمنځ شوې هوکړې پر اساس نجیب فهیم له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر، میرویس بلخي د پوهنې وزیر او فرهاد عظیمي د قزاقستان د سفیر په توګه د جمعیت له‌خوا ارګ ته وړاندیز شوي دي.

محمد اسحاق رهګذر د انتقالي حکومت پرمهال په لومړیو دوو کلونو کې د بلخ والي په توګه پاتې شوی او وروسته په بېلابېلو دورو کې په ولسي جرګه د بلخ خلکو استازتوب یې کړی دی. رهګذر د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړی هم دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...