ټرمپ جان بولټن د مک ماسټر پر ځای د ملي امنيت سلاکار ټاکلی

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تېره شپه ناوخته په خپل ټويټر پيغام کې جان بولټن د مک ماسټر پر ځای د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار ټاکلی دی.

بولټن ملگرو ملتونو لپاره د امریکا پخوانی سفير د او د ټرمپ د ادارې د کارکوونکو د گوښه کېدو او گوښه کولو پر مهال نوموړی د مک ماسټر پر ځای د ملي امنيت سلاکار ټاکل شوی دی.

ټرمپ په خپل ټويټ کې ليکلی: «زه ډېر خوښ يم، چې جان بولټن مې د ملي امنيت سلاکار ټاکلی او د راتلونکي اپرېل له نهمې نېټې به خپله دنده پيل کړي.»

ټرمپ همداراز له مک ماسټر څخه مننه کړې او د ملي امنيت د سلاکار په توگه يې د هغه ماموريت ستايلی او ټينگار يې کړی، چې «هغه به تل زما د يوه ملگري په توگه پاتې وي.»

سپينې ماڼۍ ويلي، چې د ماسټر په استعفا ټرمپ او هغه دواړه سلا شوي وو.

د ده له استعفا لس ورځې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن هم له ټرمپ سره د ځينو نه حل کېدونکو اختلافاتو له امله استعفا ورکړې او پر ځای يې د سي ای اې مشر مايک پومپيو د بهرنيو چارو وزارت لپاره نوماند شوی دی.

د بولټن په اړه ويل کېږي، چې پر عراق يې د بريد تاييد کړی، له شمالي کوريا سره د شخړې په اړه د ټرمپ پلوی او د تاورتريخوالي د ژبې غوښتونکی دی. نوموړی همدارنگه له ایران سره د اټومي هوکړې د تر ټولو سختو مخالفينو څخه و.

د ټرمپ د يوې کلنۍ ولسمشرۍ راهيسې جان بولټن د ملي امنيت درېيم سلاکار شو.

د تېر کال په جنورۍ کې، چې ټرمپ د متحده ايالتونو ولسمشر وټاکل شو، د ملي امنيت لومړنی سلاکار يې مايکل فلين و، له لنډې مودې وروسته له روسيې سره د پټو اړيکو په تور له دندې گوښه شو او پر ځای يې مک ماسټر وټاکل شو او تېره ورځ هغه هم له دندې لرې او پر ځای يې بولټن د ملي امنيت سلاکار وټاکل شو.

سرچینه: نړۍ نیوز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

عمران خان د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد ...