اسراييلو منلې، چې د سوريې اټومي بټۍ يې ويجاړه کړې وه

د اسراييلو پوځ د لومړي ځل لپاره منلې، چې په ۲۰۰۷ کې يې د سوريې جوړېدونکی اټومي بټۍ ويجاړه کړې وه

د اسراييلو جنگي الوتکو له دمشق څخه ۴۵۰ کيلومټره لرې شمال ختيځ دير الزور ولايت په الکبر سيمه کې د سوريې هغه اټومي بټۍ په نښه کړې وه، چې کار يې په بشپړېدو و.

هغه مهال د سوريې حکومت له دې نټه کړې وه، چې دوی اټومي بټۍ جوړوله.

د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو وايي، هېواد يې هوډمن دی، چې خپل مخالف هېواد به د اټومي وسلو جوړولو ته نه پرېږدي.

نتنياهو په خپل ټويټ کې ويلي: «د اسراييلو حکومت، پوځ او استخباراتو په گډه سوريه د اټومي وسلو له جوړولو راگرځولې او بايد د دې ټولو درناوی او مننه وشي.»

«د اسراييلو پاليسي له پخوا همدا ده، چې خپل دښمنان به د اټومي وسلو جوړولو ته نه پرېږدي.»

سوريې تر دې وړاندې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون لاسليک کړی و او ويلي و، چې د اټومي پلانټونو په مرسته به برېښنا جوړوړي، خو په دې اړه بايد هر وخت د امریکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» ته راپور ورکړي.

۱۹۸۱ کې هم د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال د اسراييلو جنگي الوتکو د پلازمېنې بغداد په سويل ختيځ کې د عراق يو جوړېدونکی اټومي پلانټ بمبار کړی و.

اسراييلي پوځ پر څه اعتراف کړی؟

د اسراييلو پوځ ويلي، چې د ۲۰۰۴ په وروستيو کې د دوی استخباراتو ته داسې معلومات په لاس ورغلي وو، چې د بهرنيو هېوادونو اټومي کارپوهان له سوريې سره د اټوم په جوړولو کې مرسته کوي او ډېری باور همدا و، چې کارپوهان د شمالي کوريا و.

د ۲۰۰۷ په سپټمبر کې د اسراييلو ايف شپاړس او ايف پنځلس جنگي الوتکو د دير الزور په الکبر سيمه کې پر جوړېدونکې اټومي بټۍ نږدۍ څلور ساعته بمباري وکړه.

اسراييل وايي، چې هغه مهال يې د دې عملياتو د تاييد يا رد په اړه هېڅ نه و ويلي؛ ځکه چې هغه مهال امنيتي وضعيت ډېر حساس و.

د سوريې حکومت هغه مهال د اسراييلي الوتکو د بمباريو هېڅ ځواب نه و ویلی. د سوريې ولسمشر بشار اسد هغه مهال ويلي و، چې اسراييلي الوتکو يوازې هغه ودانۍ په نښه کړي، چې د پوځيانو لپاره جوړېدې او تر اوسه په کې څوک مېشت نه و.

په ۲۰۱۱ د اټومي انرجي نړيوالې ټولنې ويلي، چې د دوی د معلوماتو له مخې د اسراييلو په بريد کې ويجاړ شوی پلانټ د اټومي وسلو و.

اسراييل هم اټومي ځواک دی، خو نړيواله ټولنه او امریکا پرې بنديزونه نه لگوي او په وينا يې دوی د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون غړي نه دي.

سرچینه: نړۍ نیوز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

کیم جونګ اون چین ته رسیدلی.

کندهار ورځپاڼه(۲۹ جوزا ۱۳۹۷)رسنیو ته رسیدلي راپورونه وایې چي د شمالي کوریا ...