محلي ملیشې د جګړې غځولو یوه بله امریکايي دسیسه

شاهد (غزنیوال)

د روان کال  د حوت د میاشتې  په ۱۵ نیټه  د ګډ حکومت د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري خبر ورکړ چې  دوی د ۴۵۰۰۰ کسیز منطقوي ځواک ( محلي ملیشو ) جوړولو تکل لري چې طرحه یې د ګډ حکومت د مشر لخوا مخکي تائید شوې او یاد وزارت يې اوس د پلي کولو په لټه کې دی.

د اشغال له لومړۍ ورځې راهیسي امریکایانو کوښښ کړی، داسې طرحې او پلانونه په افغانستان کې عملي کړي چې وکولای شي له مخې یې د افغان ولس ترمنځ داخلي اختلافات او فتنو ته لاره هواره کړي.

دغه هلې ځلې په تیرو ۱۷ کلونو کې تر مختلفو عنوانونو لاندې تر سره شوې چې کله ورته د محلي پولیسو، کله د پاڅونوالو ، کله د اربکیانو او کله هم د منطقوي ځواک، چې همدا اوس د امریکایانو په دستور د دفاع وزارت لخوا تر غور لاندې دی، نوم ورکوي.

امریکایان غواړي د همدې محلي سر ایله ملیشو په جوړولو سره د افغانانو ترمنځ په هرکور او کلي کې دښمنۍ، بيې نظمي او ګډوډي ایجاد  او له دې لارې خپل ناولي اشغال ته په افغانستان کې دوام ورکړي.

دا کار تر امریکایانو وړاندې شوروي اشغالګرو هم په افغانستان کې عملي کړی او د خلقي جبار قهرمان، عصمت مسلم او کمونیست دوستم په وسیله یې قومي ملیشي جوړې کړي، چې د اشغالګرو په خدمت او خپل ولس په ځورولو کې تر ټولو خطرناکې ثابتې شوې او حتی د هغوی په وسیله روسانو وکړای شول د دوی تر وتلو وروسته  د افغانانو ترمنځ کورنۍ جګړه جاري وساتي.

امریکایانو ته د ملیشه جوړولو ضرورت:

امریکایانو هم د خپل اشغال په مهال لومړنۍ استفاده له همدې سرایله ملیشو څخه وکړه، هغوی یې په مالي او پوځي لحاظ تمویل او تجهیز کړي او بیا یې د اسلامي امارت په خلاف د ځمکنیو ځواکونو په حیث استخدام کړي.

دغه سرایله ملیشې، چې ځینې یې د کمونیستي رژيم پاتې شونې او ځینې نورې یې د تنظیمي جګړه مارو بقایا وې، امریکایانو د ډیرو کمو مالي امکاناتو په عوض کې د اجرتي جنګیالو په حیث استخدام کړل.

خو کله چې امریکایانو فکر وکړ چې نور افغانستان د دوی ترواک لاندې راغی بیا يي همدا اجرتي مزدوران د جنګسالارنو، بي مسؤلیته توپکوالو او په نورو توهین آمیز نومونو سره د ډي ډي آر ( بې وسلې کولو) پروګرام په وسیله خلع سلاح او له ځانه وشړل.

خو په افغانستان کې د امریکایانو خلاف د جهادي مقاومت په ځواکمن کیدو سره بیرته هغوی مجبور شول چې د دې مقاومت د ځپلو او له منځه وړلو په غرض هماغه شړل شوې ملیشې تر یوه بل نوم لاندې بیا مسلح او د طالبانو خلاف وجنګوي.

پټرایس ملیشه جوړوونکی جنرال:

امریکايي جنرال ډیویډ پترایس چې په ۲۰۰۴ کې یې د عراقي مقاومت د ځپلو لپاره په عراق کې هم د عراقي ملیشو (صحواتو) جوړولو تجربه لرله په افغانستان کې د قومي پاڅونونو تر عنوان لاندې سرایله ملیشې ایجاد او د هغو په لیکو کې یې  هماغه کمونیستي بقایا او تنظیمي جګړه مار پاتې شوني راټول او د افغان مجاهد ولس خلاف وجنګول.

د اشغالګرو لخوا د دغو اجرتي ملیشو د استخدام لړۍ  د ۲۰۱۲ کال په پسرلي کې د غزني ولایت د اندړو له ولسوالۍ څخه د ځینو معلوم الحاله تنظیمي ټوپکمارو مامور جبار شلګري  فیضان لونګ  او اسد الله خالد  لخوا د اندړو د قومي پاڅون په نوم پیل او د امریکایانو په تمویل او تجهیز یې د اندړو د  سیمې ځیني تیر ایستل شوي ځوانان د مجاهدینو په خلاف پکې استخدام کړل.

یاده پروژه په تدریجي ډول د غزني ولایت د مقر او په ډیر محدود شمیر کې د قره باغ ولسوالۍ ته هم ورسیدله، خو د مجاهدینو لخوا یې په کلکه مخنیوی وشو، چې بالاخره تر کال ۲۰۱۷ پورې هغه په اندړو ولسوالۍ کې د ۷۰۰ اربکي ملیشو په وژل کیدو سره ختمه او خپله تأسیسي اربکیانو یې د مجاهدینو په مقابل کې شکست اعلان کړ.

اوس بالفعل د قره باغ ولسوالۍ په ځینو محدودو کلیو کې څو پوستې لري چې هغه هم په محاصره حالت کې هر وخت د مجاهدینو تر بریدونو لاندې وي او د فعالیت اندازه یې بلکل صفر ده.

د ملیشه جوړولو بیا ځلې ضرورت:

اوس یو ځل بیا د امریکایانو لخوا د محلي ملیشو یا په اصطلاح منطقوي ځواک د جوړولو طرحه په داسې حال کې را سربیره کیږي چې په افغانستان کې د امریکایانو ټولې پوځي ستراتیژۍ له ماتې سره مخ دي .

د ټرمپ جنګي ستراتیژۍ چې د تیر کال په اګست کې د سختو بمبارونو او خونړیو بریدونو په ترڅ کې پیل شوه، هغه هم پرته له دې چې یوزیات شمیر بې دفاع ولسي وګړي يي شهیدان کړل، د مجاهدینو د پوځي فعالیتونو په مخنیوي کې بلکل ناکامه شوه.

د ټرمپ هغه هلې ځلې هم بي نتیجې شوې چې افغانستان ته یې د اضافي بهرنیو ځواکونو په خاص ډول امریکايي عسکرو د لیږلو لپاره کولې .

اوس هغوي د دوو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د محلي ملیشو جوړلو ته مجبور دي:

لومړی د همدې ملیشو په ایجادولو سره د خپل ګوډاګي رژیم حمایت  او ساتل.

او دوهم  د همدې سرایله ملیشو په جوړولو سره په فغانستان کې د نیایتي جګړې غځول.

د دې امریکايي دسیسې د شنډولو لارې چاري:

تیرو تجربو ته په کتو سره ملیشې او یاهم د ولس په منځ کې د اجرتي جګړه مارانو پیداکولو او هغه بیا له خپل ولس سره جنګول د دښمن تر ټولو خطرناکه حربه او دسیسه ده.

د هغوئ د نورو ټولو جنګي ستراتیژیو د ماتولو ترڅنګ دا هم داسې یوه دسیسه ده چې د مجاهدینو لپاره یې مخنیوی او ترجوړیدو وړاندې شنډول آسانه خو یولړ عملي حکیمانه هڅو ته اړتیا لري.

مجاهدین باید د خپل جهادي حکمت له مخې دا دسیسه هم داسې شنډه کړي چې ټولو هغو خلاګانو ته په کلکه متوجه وي چې د ښمن تري د مجاهدینو خلاف استفاده کوي.

مثلا مجاهدین باید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په اداري، امنیتي، صحي، تعلیمي او عمراني برخو کې د ولس اړتیاوې د خپلو ممکنه امکاناتو په ترڅ کې ورپوره او د سیمه ییزو مشکلاتو په هواري کې له ولسي خلګو څخه مرسته وغواړي.

په ځینو سیمو کې د قومونو ترمنځ حقوقي او قضايي ستونزې را ولاړیږي، د هغوی په حل او فصل کې د شرعي او قانوني مقرراتو په عملي کولو سره اقدام وکړي.

د مجاهدینو تر کنټرول لاندې ساحو کې باید د خیریه مؤسساتو په مرسته ښونځي، روغتیايي مرکزونه او نور عام المنفعه پروژې عملې کړي، تر څو دښمن ونه توانیږي له دې لارې د ولس په منځ کې نفوذ وکړي او خپلې تخریبي هڅې عملي کړي.

مجاهدین باید ډیر کوښښ وکړي په خپلو ساحو کې د ولسي خلګو امنیت ټینګ او څوک هم چې تر هرنامه لاندې د امنیت ګډوډولو هڅه کوي په کلکه یې مخنیوی وکړي.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...