د طالبانو ۲۳ کلن غورځنګ، ملت او ملی ګټې

سعد کتوازی

که طالبان، او د هغو د درويشت کلن سپېڅلي غورځنګ پيښې او لاسته راوړنې په نورو امتونو يا د اسلام په پيل کې رامنځته شوې وای نو قران کريم به د کهف اصحابانو (أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كانُوا مِنْ آياتِنا عَجَباً/او-۱۰م-۱۳م-۱۴م اياتونه)، د بدر، احزاب او نورو پېښو ترڅنګ به يې د دوی او د دوی د غورځنګ د پېښو يادونه هم هرو مرو کړې وه.

د طالبانو راښکاره کيدل له لومړي سره په روانه يوېشتمه پيړۍ کې يوه لويه پيښه وه، د دې پيښې حجم يواځې د اسلام دښمنانو ته له هغې څخه د ورپيښو ژورو اندېښنو په اثر مالوميدو چې پر وړاندې لويديځ يو والی رامنځته کړ، فکر کوم مسلمانانو او بيا زموږ مظلوم ولس ته له دوو وجو دغه پيښه په خپل اصلې جسامت کې نه بلکې له هغه وړه مالومه شوې وي:

يو دا چې زياتر يو چا ته خپلې ښکلاوې په خپله نه مالوميږي، اوبيا د دوی ښکلا (طالبان او د هغو لاسته راوړنې) خو د اسلام د دښمنانو له لوري له پيله بيا تراوسه کمرنګه بلکې لا بدرنګه او پيکه کيږي.

بل دا چې هغوی د طالبانو په راتللو له نامطلوب لوري مطلوب ته په راستنېدنه باوري و، نور يې د هغوی د ظهور زمانې او مکاني ارزښت ته هيڅ پام نه و چې په مټ به يې دوی ته دغه هر څه مالوم شوي وای.

د طالبانو د راپورته کيدو دغه پېښه په واقع کې که د لومړې جهاد د ريښتونو مجاهدېنو د وينو رنګ، ريښتونولې او د سرښيندنو برکت، د هغو د سپيڅلتيا کرامت و، همداسي د ډيرو لپاره يو ازميښت هم و چې د طالبانو د ځينې لاسته راوړنو په استناد يواځې هغوی پکې بريالي بريښې او بس.

خپل غورځنګ ته ملې بڼه ورکول، د هيواد پينځه اتيا سلنه واک ته يې پر برياليتوب سره رسول، دريو هيوادو له لورې يې په رسميت پيژندنه، د ديپلوماتيکو اړيکو د پراختيا په لټه کې يې په ملګرو ملتونو کې د استازولې هڅه او… له هغو لاسته راوړنو څخه وې چې بې پنا اوږده څيړنه غواړي.

طالبانو له خپل بروز سره سم په ليږ وخت کې تر واک لاندې سيمو کې خپل غورزنګ ته د يو مجسم اسلامي خلافت بڼه ورکړه، چارواکې يې دينې عالمان و، دين او سياست يې بيا رايوځای کړل، د ښې حکومتولۍ او د امنيت د تأمين ترڅنګ د ځينې هيوادنيو اوملې پروژو په رغونه يې هم لاس پوري کړ چې په نږدې کې به يې پکې ګڼ پرمختګونه رامنځته کړې وای.

دا هر يو په خپل ځای لويه لاسته راوړنه وه، خو غربي نړۍ ونشو زغملای او ويره يې څرګنده کړه چې داسي نه په نورو اسلامي هيوادونو کې هم د دوی په تعقيب غورځنګونه او اسلامي حکومتونه رامنځته شي او د غرب موخې وګواښي.

د ير غلګرو دعوې د بلها پوچو تبليغاتو په سيوري کې وې چې له دې اړخه يې د طالبانو د لاسته راوړنو د روڼو حقائقو پله هم سپکوله، خو په وړاندې يې د طالبانو چوپتيا شايد له دې وجې وه چې واقعيتونه هر چا په سترګو ليدل، له هغو سره سم به پريکړه هم دوی کوله، تبليغاتو ته نه طالبانو خپله پوره پاملرنه درلوده او نه يې هم د نورو په تبليغاتو ډير سر خوږاوه، خو دا يو داسي وخت و لکه چې وليدل شول، تشې اوازې او ګنګوسې له نقدو لاسته راوړنو درنې ختلې.

څرنګه چې دا اوس هر چا ته مالومه ده چې د يرغلګر دښمن او د هغه د ګوډاګيانو خوږې او غولونکې دعوې او وعدې د طالبانو له برحقې داعيې او لاسته راوړنو څخه په مفلوج او ګونګ تقليد ولاړې دي، موږ يې د هغو دريو اساسې بهانو څخه لنډ اوپر يوه يوه بيلګه غږيږو چې د طالبانو د لاسته راوړنو په توګه ځمکنې حقائق و.

۱):- د تروريزم له منځه وړل: په دې برخه کې طالبان دومره مخکې لاړل چې (له تروريستې عبارت) د روسانو او شوروي وروسته يې د هغوی لاسپوڅې او حتي د هغو په وړاندې د جنګيدلو جهادي قوماندانانو هغه تروريستي ډله مارۍ او ټوپک سالارۍ هم له منځه يووړې چې پېيلې يا خپل سرې را منځته شوې وې او ۸۵ سلنه هيواد يې ترې تصفيه کړ، خو له يرغل سره سم تروريستي بيرته د هيواد په کچه نه بلکې د نړۍ په کچه پراختيا وموندله.

۲):- د نشه يي تو کو په وړاندې مبارزه: طالبان په داسې وخت کې راپورته شول چې سيمه ايزو ملايانو د تارياکو کرکيله روا بلله، ځينې له طالبانو سره اړيکې لرونکې هم د تارياکو د کښت، پير او پلور کاروباريان و، او بل خوا په بدخشان، هلمند، ننګرهار او… کې د اپيمو د توليد هټۍ جوړې شوې وې، د قاچاق له لارې يې په پاکستان او تاجکستان کې بازار هم موندلی و او د کروندګرو يوه مالي سرچينه ګرځيدلې وه.

نو په داسي وخت کې يو ناڅاپی بنديز کروندګر له ناڅاپي ستونزو او طالبان هم د هغو له ناڅاپې خوابدۍ سره مخ کول چې له امله يې ځينې چارواکو مشر ملاصاحب (رح) ته د کرار کرار بنديز قناعت ور کړ چې له مخې به يې لومړی درېيمه، بيا نيمه او وروسته به ټوله له منځه وړله کيږي.

خو وروسته بيا د دې پروسې ځنډ مشر ملاصاحب د هغې په پرمختګ بې باوره کړ، له عالمانو سره د هغې له ښې ارزونې وروسته ملاصاحب دا وار وچ بنديز و لګاو او ويې ويل (( د کوکنارو کرکيله، بير او پلور د يو شرعي منکر په توګه له هر راز قيد او شرط پرته د خپل مسئوليت له مخې بندوم، په تير له خدای (ج) څخه د عفوي تمه لرم)).

له دې وروسته د څو مياشتو په دننه کې له هر ډول سر غړونې پرته د غه بنديز له پوره برياليتوب سره پلی او تارياک بند شول، هغه سيمې چې طالبانو په واک کې نه درلودې د تارياکو کرهڼې ورکې دوام درلود چې له امله يې د هيواد ځينې مافيایي خلک او قاچاقيان هم هلته تلل، ير غلګرو له راتلو سره سم بيرته را غبرګه او۸۰سلنې ته يې لوړه کړه.

۳):- په هيواد کې د يو ښه او پر اسوده حکومت رامنځته کول: د طالبانو له لوري په هيواد کې د شريعت د نفاذ په مټ پورته دوه لاسته راوړنې ترسره شوې، له هغه وروسته ورته په هيواد کې د يو ښه او پر اسوده حکومت رامنځته کولو لپاره ډيرڅه نه و پاتې.

د طالبانو له لوري د کابل له نيولو څو مياشتې وروسته، له ترکمنستانه د ګازو د نل ليکې راواردولو په اړه د دې هيواد، پاکستان، او د طالبانو په نمائندګې د افغانستان ترمنځ په پلازمينه کابل کې درې اړخيزه ناسته وشوه او له طالبانو سره پرې مخامخ خبرې وشوې.

افغانستان يواځې د يو ترانزيت هيواد په توګه د خپلو پام وړ ملې ګټو په نظر کې نيولو سره هغو ټولو کړيو ته د همکاري ډاډ ورکړ چې ترکمنستان او له هغه څخه راواردونکې شرکتونه ورسره همغږي ولري، هغه و چې د۱۹۹۷ز د مئ په مياشت کې د ارجنټاين هيواد برډاس شرکت مشر کارلوس بلغيروني(carlos bulgheroni) له طالبانو سره د دې نل ليکې په اړه قرار داد ته ورسيد چې له مخې به يې له ترکمنستانه د دوه نيم مليارد ډالرو په لګښت د طبيعې ګاز د اولس سوه متره اوږده نل ليکه غځوي.

له دې کابو لس ورځې وروسته د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې د افغانستان په ګډون د لسو هيوادونو په غړيتوب د ايکو غونډه رامنځته شوه، د هغې له پريکړه ليک سره سم د دې هيوادونو ترمنځ به پاخه سړکونه، د اورګاډو پتلۍ، له عشق اباده ايران او پاکستان ته د تيلو او غازو نل ليکې غځول کيدې، بريښنا به را وارديدله، او د غونډې غړو هيوادونو ترمنځ به د خپلمنځې صادراتو وارداتو ترانسپورتونه ترسره کيدل.

په دې ارتباط د هيوادونو او کمپنيو سيالې ښه په زور کې وه، هغه و چې په سبا امرېکايې سرچينو د امريکا له يونېکا او د سعودي له ډلټا شرکتونو سره د پاکستان او ترکمنستان لخوا د يادې نل ليکې تړون اعلان کړل.

له هغه وروسته چې د يونيکال شرکت له عربستاني ډلټا، جاپاني هونډا او کوريايې هونډايې شرکتونو سره په يو کيدو له نوښت سره را وړاندې شو د۱۹۹۷ز داکتوبر په وروستۍ لسيزه کې د طالبانو د معادن او صنائع وزير مولوي احمد جان ترکمنستان ته د هغه له خارجه وزير شيخ مرادوف سره ليدنې ته لاړ، هغه طالبان د شرکتونو له دغې اتحاديې سره ګډ کار ته را وبلل، طالبانو هم د بديلې لاري د نه لرلو له امله ورسره هوکړه وکړه، او بيا د اکتوبر په۲۵مه د ترکمنستان لخوا له يادې اتحاديې سره د تړون لاسليک اعلان شول، د هغه ځينې لاندې بندونو ته په کتو د افغانستان لپاره بيخې ګټور و.

۱:- په دې پروژه کې به له مسلکې کسانو پرته نور ټول زموږ هيواد وال وي چې له برکته به يې شپيته زرو وګړوته کاروبار وموندل شي، خو له بده مرغه د غه هيواد وال ځينې (حامد کرزی، خليل زاد، عبدالسلام عظيمي او…) غوندې د سي اَیْ اِيْ کسان و چې دې پروژې ته يې هم د سي اَیْ اِيْ رنګ ور کړ.

۲:- نل ليکه به تر ديرشو کالو د پروژې د تطبيقونکې شرکت او له هغه وروسته به د افغانستان ملکيت وي، په دې ديرشو کالو کې به ياد شرکت افغانستان ته د هرمتر مکعب پر سر ترانزيت فيس ورکوي چې کلنې عوائد به يې۳۵۰مليون ډالروي.

۳:- له نل ليکې سره په ديرش کيلومترۍ کې پرتو سيمو ته به ګاز ورکوي، داړتيا وړ ځايونو کې به د انرژي د پيداکولو لپاره توربينونه فعال او په مرسته به يې نږدې سيمو ته انرژي و ويشله شي، او کولای شو له هيواده د دې نل ليکې له لاري ګاز د باندې صادرکړو.

۴:- له شبرغانه به يوه نل ليکه له دې عمومې نل ليکې سره لګوله کيږي، له هغې څخه د داخليدونکې ګاز په اندازه ګازبه د کندهار مربوط سيمو کې د وړو نښلول شويو نل ليکو له لاري د هيواد نورو ښارونو ته ور کول کيږي.

۵:- د شبرغان د ګازو پاک خونې به رغوي، د هيواد د نفتو او تيلو د څاګانو په ترميم او پاکولو کې به مرسته کوي او… دا ډول ډيري نورې ملي پروژي به په کار اچوي.

د۱۹۹۸ز په لومړيو کې يونيکا شرکت د دې پروژې لپاره په کندهار او کابل کې دفترونه پرانيستل او د هغې د تطبيق تصميم يې پيل کړ، خو د دې کال په اګست مياشت کې د امريکا د کروز توغندې له بريد سره يې بيرته د پروژې د ځنډولو اعلان وکړ او په هيواد باندې د امريکا د بنديزونو په لړ کې يې دفترونه هم بيرته وتړل.

دا وخت طالبانو بيرته برډاس شرکت ته مخه کړه، د۱۹۹۹ز د اپريل په پای کې د معادن او صنعت وزير مولوي جان محمد صيب، د پاکستان د تيلو او طبيعې زيرمو وزير نثار علي خان او د ترکمنستان د مشر مرستيال په اسلام اباد کې يوه ناسته درلوده، او د همدې کال په سپتمبر کې طالبانو له يادو دوو اړخو سره د يوې چنايې شرکت سره د دې پروژې د ممکن توافق خبر هم ور کړ، او له بل لوري د ماليزيا له پيتروس شرکت سره هم لاس په کارو چې بيا د نړيوال ملي امنيت د بنديز په لړ کې دواړه ودرول شول.

له دې پرته د معادن او صنعت له وزارت سره د۱۹۹۹ز په مئ مياشت کې يو چنايې شرکت په پلخمري، هرات او کندهار کې د سيمنټو د توليد د څو پابريکو قراردادونه وکړل، د عامه ترانسپورتي او رغنيزو چارو په قراردادونو يې هم له اړوندو ادارو سره بحثونه وکړل.

همداراز د مخابراتو په برخه کې هم د طالبانو خارجه وزارت له يوي امريکايې شرکت سره قرارداد کړی و چې د هغه له مخې د اتصالات شبکه بيا د کرزي په واکمنۍ کې فعاله شوه، ديته ورته د افغاني پيسو پولۍ قرار داد هم له تاجکستان سره تر سره شوی بلکې د افغانۍ سيکه چاپ ته تياره شوې وه د طالبانو د واکمنې له ړنګيدو وروسته کرزي د اسلامي امارت نوم په اسلامي دولت/جمهوريت بدلولو سره چاپ کړه.

تر اوسه که څه هم د طالبانو ډير ترکيز په وسلواله جګړه باندې دی، خو ملت او ملي ګټو ته يې هم د پام وړ توجه کړې ده چې د خيريه مرستو څانګه، په کونړ کې يو کلينيک جوړول، په کندوز کې د بريښنا د رغولو پروژه، ترخپلې سلطې لاندې سيمو کې د مکاتبو څارنه، د ولسي خلکو د شخړو اوارولو لپاره شرعي محکمې، په تخار کې ۱۲۰۰بابه عمري ښارګوټې په بنسټ ښو دلوسره خلکوته د کار زمينه برابرول،د زرمت او غزني ځينې سړکونه رغول، د ګازو د نل ليکې د پروژې ملاتړ او ولس ته د هغې د ساتنې ډاډ ورکول او……يې يوڅو ښکاره بيلګې دي.

خو اشغالګرو له لومړي سره هم د ګواښونو او بنديزونو له لاري د هيواد ملت او ملې ګټو د پرمختګ مخه نيوله او بيا چې په هيواد کې د يو ښه او پر اسوده حکومت رامنځته کولو په نوم دلته دننه راغلل بياخو نو هر وګړي په خپلو سترګو هرڅه وليدل او وينې يې چې د طالبانو دپخوانيو هڅو په مټ رامنځته شوي هره رغول شوې برخه يې بيرته ويجاړه کړې او لا دوام ورکوي، کلي او ابادي يې ورانې کړې، باغونه او پټې يې له منځه يوړل، عمري ښارګوټی يې وران کړ، په پکتيکانکه کې يې ۱۲۰بابه بازاروران کړ، مدرسې-مکاتب او کلينيکونه يې وران او ولوټل او همدا نن رسنيو خبر ورکړ چې اجير دولت د کندوز هغو خلکو ته بريښنانه ورکوي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې اوسيږي بلکې لا هلته ملې عام المنفعه پروژې هم له منځه وړي.

نو په داسي حال کې څنګه لانور هم ولس په طالبانو باور ونکړي، د هيواد اصلي بچيان يې ونه بولي او څنګه د هغو په وړاندي له يرغلګرو او د هغو له فاسد رژيم سره ودريږي؟ لري نه ده چې د همدې ولس په لازيات ملاتړ به طالبان په هر ډګر کې د نړۍ برخليک ټاکونکې ثابت شي. وماذالک علی الله بعزيز.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

بهتر است در خانه بمانید و رأی ندهید، زیرا…!

سهیل صالحی انتخابات پارلمانی؛ واقعیتی که در شرایط کنونی خیلی ها به ...