د خیبر غزوه

ابو ظهیر

وړاندې څومره غزوات چې ولیکل شول، ډیری هغه وو چې په عربو کې دعربانو سره شوي وو، د ثقه روایتونو په استناد رسو ل الله صلی الله عليه وسلم چې کله د حدیبې نه ستون شو دهغه زمانې مشهورو پاچایانو او واکمنوته یې لیکونه واستول دعلماوو په قول: دنړۍ دشاهانو په نومو درسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا لیکونه استول ددې دلیل دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نبوت او ر سالت یواځي ترعربو پورې خاص نه بلکې عرب و عجم، انس و جن ، یهود و نصاری،مشرکانو او مجوسیانو ټولو دهدایت لپاره مبعوث شوی

دلیکونو لیږلو وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم دهجرت په ۷ کال دخیبر یهودانو سره جهاد وقتال وکړ او دهجرت په ۸ کال موته نوم ځای ته دنصاری وو سره دجنګ لپاره سریه ولیږله، دکومې لپاره یې له یوبل وروسته دامیرانو په توګه حضرت زید، حضرت جعفر او عبد الله بن رواحه رضی الله عنهم ونومول آن دهجرت په ۹ کال پخپله مبارک صلی الله عليه وسلم دروم د پا چا (قیصر) مقابلې په نیت تبوک ته لاړ، کوم چې دتبوک مشهورې غزا په نوم شهرت لري ، داغزا دشام له نصاری وو سره وه، معلومه شوه چې درسول الله صلی الله عليه وسلم بعثت یواځي ترمشرکانو یا عربو خاص نه و بلکې یهود و نصاری او ټول عالم درسول الله صلی الله عليه وسلم په دعوت او شریعت مکلف و ، مکلف دی او مکلف به وي که نه وای بیا ور سره جهاد څه معنی؟

رازو خیبر غزاته کله چې مسلمانان له حدیبیه بیرته ستانه شول، د ستنیدو په وخت کې فتح سورة نازل شو، پکې الله تعالی مسلمانانو سره عموماً او دبیعت رضوان له صحابه وو سره خصوصاً وعده وکړه چې: تاسو به ډیرې سوبې ترلاسه کړئ اوهم په لوی شمیر کې غنیمتونه به په لاس درشي او د بیعت رضوان په انعام کې یې بالفعل دخیبر فتح ورکړه ،دمکې سوبه چې هغه مهال له لاس وتلې وه هم واخلئ او په راتلونکي کې به تاسو ته نور فتوحات په نصیب شي د کومو علم چې موږ ته دی.

الله تعالی فرمایلي:

وَعَد کُمُ اللهُ مَغَانِمَ کَثِیرةً تَأ خُذُو نَهَا فَعَجّلَ لَکُم هذهِ

پورته ایت کې [ فعجل لکم هذه] څخه دخیبر فتح مراد ده او هم داشان [ واثابهم فتحا قریبا] څخه دخیبر سوبه مراد ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم له حدیبیه نه مدینې منورې ته راغی، ذی الحجة الحرام او دمحرم په لومړیو کې په مدینه منوره کې مقیم و، دې وخت کې ورته دالله تعالی لخوا په خیبر دحملې حکم اوشو، چیرته چې هغه غدار یهودان میشت ول کومو چې احزاب جنګ کې کړی عهدي مات کړی وو او له کفارو سره یوځای یې په مدینه منوره یرغل کړی وو ،الله تعالی چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته داخبر و رکړ ، دخیبر فتحِ زیري په اوریدو منافقانو هم له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه غوښتنه وکړه چې موږ تاسره په دي سفر کې ملتیا کوو ، الله تعالی حکم نازل کړ چې هغوی ( منافقین) دي تاسو سره یوځای نه درومي لاندي ایت په دي باره کې نازل شو:

سَیَقُولُ المُخَلّفُونَ اِذَا انطَلَقتُم اِلَی مِغَانِمَ لِتَأ خُذُو هَا ذَرُونَا نَتَبعکُم یُرِیدُونَ اَن یُبَدَّلُوا کَلَامَ اللهِ قُل لَن تَتّبِعُونَا کَذلِکُم قَالَ اللهُ مِن قَبلُ فَسَیَقُولُونَ بَل تَحسَدُو نَنَا بَل کَانُوا لَایَفقَهُونَ اِلّا قَلِیلا.

هغه کسان چې دحدیبیې له سفر ه وروسته پاتې وو کله چې دخیبر غنیمتونو ترلاسه کولو لپاره تاسو وتلئ، دغو طامعو خلکوتاسو ته وویل: موږ ته هم اجازت راکړئ چې تاسو سره خیبر ته لاړشو الله تعالی دهغوی په اړه وفرمایل: داخلک غواړي چې دالله حکم او دهغه وعده بدله کړې ته ورته ووایه! چې تاسې هیڅکله موږ سره نشئ تلی الله تعالی له وړاندې څخه داحکم کړی دی بیا داد طمعې خاوندان دانیوکه کوي چې تاسي موږ سره حسد کوئ او غواړئ چې په غنیمتونو کې موږ در سره شریک نشو، حال داچې دا بلکل غلط دی، دصحابه وو زړونه دحسد او حرص څخه پاک او منز ه وو بلکې په دې خبره ډېر کم خلک پوهیږي چې دکومو خلکو په نظر کې ټوله دنیا دمچ وزر او مره هم وقعت ونلري دهغوی په اړه دحسد تصور لویه ناپوهې او ناداني ده

د هجرت په ۷ کال رسول الله صلی الله عليه وسلم له ۱۴ سوه پلي او ۲سوه سپرو ډلې سره دخیبر په لور خروج وکړ دمومنانو له میندو څخه ام المُؤمینین ام سلمه رضی الله عنها درسول الله صلی الله عليه وسلم په دي سفر کې مله وه ( فتح الباري ۷ټوک ۳۵۶ـ زرقاني ۲ټوک ۲۱۷مخ)

په بخاري شریف کې دسلمة بن اکوع رضی الله عنه نه روایت دی: کله چې موږ درسول الله صلی الله عليه وسلم سره یوځای دخیبر په لور روان شو ، مشهور شاعر عامر بن اکوع لاندي رجزیه اشعار ویل او ترټولو وړاندي روان و :

اَلَلَهُمَ لَو لَا اَنتَ مَا اهتَدینَا ولَا تَصَدّ قنَا ولَآ صَلَینَا

ژ: اي الله که تا هدایت نه وای کړی موږ به هیڅکله هدایت مندلی نه و او نه به مو صدقه او خیرات ورکړی و او نه به مو یو لمونځ کړی و

فَا غفِر فِدَاءً لَک مَا اتّقاینا وَألقِینَ سَکِینةً عَلَیناَ

یاخدایه!موږ پرتا فدا او قربان یو کوم احکام چې موږندي پوره کړي موږ اوباښه،خاصه سکینه او ډاډ په مونږ نازل کړه، څو زړه ته مو سکون او ډاډ راشي او دهرډول پریشانیو او لالهاندیو څخه خلاص شو

وَثَبِت الأَ قدَامَ اِن لَا قِیناَ اِنا اِذاصِیحَ بِنَا اَتَیناَ

ژ: ددښمنانو سره دمقابلې په مهال موږ ثابت قدم کړي هرکله چې د جهاد وقتال لپاره غږ کېږي نو په منډو مې ور ولي

( فتح الباري ۷ټوک ۳۵۷مخ)

په مسند احمد کې ځیني کلمات رجزیه نور هم زیات دي

اِنَّ الَّذِینَ قَد بَغَو عَلَینَا اِذا اَرادُوا فِتنة اَبِینَا

ژ: په تحقیق سره چاچې په موږ ظلم کړی هغوی په کفر و شرک کې زموږ د مبتلی کولو اراده لري خو موږ یې نه منو

ونَحنُ عَن فَضلِک مَا استَغنینا

ژ: پروردګاره! موږ ستا په فضل و کرم سره مستغني او بې پروا یو

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: دا( حدي څوک وايي) خلکو وویل: عامر بن اکوع دی رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: یَرحَمهُ الله، الله تعالی دي پري رحم وکړي

او په مسند احمد کې روایت دی:

غَفَرلَک ربُک

پروردګار! دي تاته بښنه وکړي

او رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله کوم کس ته کومه خاص دعاء وکړه هغه به خامخا شهید کیده په همدي وجه حضرت عمر رضی الله عنه عرض وکړ:

د الله پیغمبره! د ده لپاره خو جنت واجب شو کاشکې! دعامر شجاعت څو ورځې نور هم متمتع او متنفع وای( فتح الباري ۷ټوک ۳۵۸)

په لاره کې یو لوړ ځای ته ورسیدل صحابه وو رضی الله عنهم د تکبیر غږ پورته کړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: پخپلو ځانو رحم وکړئ تاسو کوم غایب او کاڼه ته نارې نه وهئ ، تاسو هغه ذات ته غږ کوئ چې هغه اوریدونکی او قریب دی او هر وخت له تاسو سره دی

ابو موسی اشعري رضی الله عنه وايي:

زه درسول الله صلی الله عليه وسلم سورلۍ ته نیږدي وم رسول الله صلی الله عليه وسلم زما له خولې … لاحول ولاقوة الابا الله … واوریده، په عبد الله بن قیس سره یې ماته غږ کړ( دا ابوموسی اشعري کنیت و) ما وویل: لبیک یارسول الله! صلی الله عليه وسلم

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: ایا زه تاته دجنت خزانه او نه ښایم؟

ما عرض وکړ: زما مور وپلار دي له تاځار شي ولې ضرور راته او ښایه!

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: لاحول ولاقوة الابا الله یعنې داکلمه دجنت خزانه ده . بخاري

داچې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته معلومه وه چې غطفان دخیبر دیهودو لپاره لښکر راټول کړی په دې وجه دمدینې منورې څخه لاړ په رجیع نوم ځای کې کوم چې دخیبر او غطفان ترمنځ دی واړول څو دغطفان یهودان مرعوب شي او دخیبر یهودانو ته کومک ورنکړي نو کله چې غطفان ته معلومه شوه چې دوی خپله ته خطر دی نو بیرته ستون شو ابن هشام ۲ټوک ۱۵۸مخ

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

بهتر است در خانه بمانید و رأی ندهید، زیرا…!

سهیل صالحی انتخابات پارلمانی؛ واقعیتی که در شرایط کنونی خیلی ها به ...