وسله والو طالبانو ته حنیف اتمر خبرداری

(سرچینه: خامه پریس):

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار امریکا متحده ایالتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې او په یوه غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا د سولې په هکله د حکومت پر تګلاره ټینګار وکړ.
نوموړی د امریکا متحده ایالتونو د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وروستۍ وړاندېز غوره چانس وباله او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت د خبرو اترو له لارې د سولې غوښتونکی دی.
خو ښاغلي اتمر  په روښانه څرګنده کړه چې طالبانو د جګړې له لارې بریالي کیدای نشي.
هغه زیاته کړه، چې افغان حکومت مخالفینو ته د سولې د وړاندیز تر څنګ د جګړه ستراتیژي هم لري او د افغانستان او سهیلي آسیا لپاره د متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ له اعلان سره سم پر مخالفینو فشارونه ډیر شوي دي.
ښاغلي اتمر په تیرو اوولسو کلونو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې د پام وړ وګڼلې او په دې برخه کې یې د تولو هيوادونو په ځانګړې ډول د متحدو ایالتونو د همکاریو ، مرستو او قربانیو مننه وکړه.
د ملي امنیت شورا د دفتر له مخې، د نشه يي توکو له قاچاق سره د طالبانو تړاو، د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مبارزې په کار کې د سیمې د هيوادونو علاقه مندي، د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوځای کیدل، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې ګدې سیمه ایزې اجماع د جوړیدو لپاره هڅې هغه نور موارد وو چې ښاغلی اتمر پرې وغږید.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په غونډه کې د افغان ځواکونو سرښیندنې وستایلې خو ددغو ځواکونو د وړتیاوو په لوړیدو او د امکاناتو په زیاتوالي ټینګار وکړ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ...