افغانستان

اسماعيل خان له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې مذاکراتو ته چمتووالی وښيي

(سرچینه: کلید راډیو):

پخواني جهادي قومندان او د هرات پخواني والي اسماعيل خان د طالبانو د وروستيو څرګندونو په ځواب کې ويلي، چې دغه ډله دې په افغانستان کې خبرو او مذاکراتو ته زړه ښه کړي.

اسماعيل خان ويلي، دی تيار دی، چې له ټولو سياسي او جهادي ګوندونو سره د طالب مشرانو د خبرو تابيا وکړي او د سولې زمينه برابره کړي.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په يوه خبرپاڼه کې د اسماعيل خان پر خبرو غبرګون ښودلی و.

دوی ويلي وو، هر جهادي قومندان او هغه څوک چې د سولې خبرې غواړي نو په قطر کې دې د طالبانو له دفتر سره په اړيکه کې شي. اسماعيل خان بيا ويلي چې دوي له وسله والو طالبانو سره د سولې پلويان دي خو دغه ډله دې د ننه په افغانستان کې خبرو او مذاکراتو ته تياري وښيي.

 

The post اسماعيل خان له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې مذاکراتو ته چمتووالی وښيي appeared first on pashto.

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: