کابل: د امریکا سفير هم ټينگار کړی، چې ټاکنې دې پر خپل وخت وشي

(سرچینه: نړۍ نیوز):

په کابل کې د امریکا سفير جان بس ټينگار کړی، چې د افغانستان پارلماني او د ولسواليو شوراگانو ټاکنې دې پر خپل ټاکل شوي وخت وشي.

د امریکا سفير ويلي، چې متحده ايالتونو، ملگرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو مرستندويه جهتونو افغان حکومت ته هغه ټولې مرستې برابرې کړي، چې له مخې يې بايد حکومت پارلماني او د ولسواليو د شوراگانو ټاکنې پر وخت ترسره کړي.

له جان بس وړاندې افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندويه ادارې «يونما» اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ډنمارک او نورو مرستندويه هېوادونو هم وړمه ورځ په يوه اعلاميه غوښتنه کړې وه، چې افغان حکومت بايد پارلماني او د ولسواليو شوراگانو ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي او په دې اړه له نور ځنډه کار وانخلي.

د افغانستان د ولسي جرگې غړو او مشر عبدالروف ابراهيمي هم تېره اوونۍ له حکومته غوښتي و، چې نور ورته د ټاکنو ځنډول د منلو او زغملو وړ نه دي او چې په هره بيه کېږي، حکومت بايد ټاکنې پر خپل وخت وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون غړي وايي چې د ناسم امنيتي وضعيت او ځينو نورو ستونزو له امله شونې ده، چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي.

ځينې سياسي گوندونه د ټاکنو پر اوسني نظام نيوکې کوي او غوښتنه يې کړې، چې د ټاکنو اوسني نظام کې بايد بدلون راشي، خو په افغانستان کې د خپلواکو ټاکنو د ملاتړ بنسټ «فیفا» ويلي، که د ټاکنو په تگلاره کې بدلون راشي، ستونزې او بې باورۍ به نورې هم زياتې شي او شونې ده، چې د ټاکنو د ځنډو لامل هم شي.

که څه هم ولسي جرگه د درېیم کال لپاره په امیتازي ډول فعالیت کوي؛ خو ولسمشر غني په ټینگار سره ویلي، چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې به پارلماني ټاکنې ترسره کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...