آیرلېنډ د افغانستان پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۳ وری، ۱۳۹۷ل): د غوراوي سیالیو سوپر سیکس پړاو په وروستۍ پریکړه کونکې لوبه کې د افغانستان او آیرلېنډ لوبدلې مخامخ کیږي.

دغه لوبه کې چې څو دقیقې وروسته به پېل شي آیرلېنډ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې د مبصرینو په وینا پروني ورښت ته په کتلو دا یوه غلطه پریکړه وه چې د افغانستان لپاره به ګټوره شي.

دغه لوبه پریکړه کونکې لوبه ده، هر لوبډله یې په ګټه د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام اتلولیو ته لار مومي، خو که د باران له کبله لوبه اغیزمنه شوه یا ترسره نشوه، د دواړو لوبډلو لپاره د وتلو چانس کمیږي.

افغانستان باید لومړی د نیپال او بیا د عربي اماراتو لوبډلو څخه مننه وکړي، چې لومړی نیپال لوبډلې دوی د ګروپي سیالیو څخه سوپر سیکس ته بوتلل او اوس د عربي اماراتو لوبډلې په مرسته نړیوال جام ته د وتلو چانس لري.

زمبابوې لوبډله چې د غوراوي سیالیو کوربه توب ترسره کړ، په پای کې د یوې کمزورې لوبډلې له کبله له سیالیو بهر شوه، دوی پرون پنجشنبه د عربي اماراتو سره په سیالۍ کې په ۴۰ اورونو کې د ۲۳۰ منډو په هدف کې ۳ منډې پاتې راغلل او د نړیوال جام خوب یې له خاورو سره خاورې شو.

افغانستان او آیرلېنډ یو مساوي مخالفین دي، چې ترمنځ یې سیالۍ همیشه په زړه پورې وي، خو ننۍ لوبه چې د دواړو لوبډلو لپاره تر هر څه اړینه ده یوه په زړه پورې لوبه وي.

د افغانستان په یوولس کسیزه لوبډله کې د تېرې لوبې څخه هیڅ بدلون نه دی راغلی، او څرګندیږي چې د محمد شهزاد سره د اوپنر په نه شتون کې یو ځل بیا ګلبدین نائب لومړی توپوهنې ته راشي.

د ورښت پر مهال، یا د لوبې سر ته نه رسېدلو پر مهال به آیرلېنډ او افغانستان یو یو پواینټ ترلاسه کوي، چې پایله کې به یې زمبابوې، سکاټلېنډ افغانستان او آیرلېنډ 5-5 پواینټه ولري، چې د پریکړې لپاره به نیټ رن ریټ ته کتل کیږي.

رن ریټ ته په کتلو سره تر دې دمه زمبابوې 0.42، سکاټلېنډ 0.24، آیرلېنډ 0.47 او افغانستان 0.34 نیټ رن ریټ لري، په ټوله کې آيرلېنډ لوړ او سکاټلېنډ ښکته رن ریټ لري، چې په مساوي کېدلو یا بې پایلې سر ته رسېدلو سره به د زمبابوې او آیرلېنډ ترمنځ مقابله وي.

که په ښکته یا ټيټ رن ریټ لوبه د ورښت له کبله بې پایلې سر ته ورسېده په داسې صورت کې به د آیرلېنډ رن ریټ ښکته او زمبابوې نړیوال جام ته لار ومومي، خو که په لوړ رن ریټ بې پایلې سر ته ورسېده بیا د افغانستان په پرتله آیرلېنډ نړیوال جام ته د لار موندلو زیات چانس لري.

The post آیرلېنډ د افغانستان پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

افغانستان او ایرلنډ نن ۲۰ اوریزه لوبه لري؛ دا لوبه ۱۵۰ هیوادونو کې په تلویزونونو خپریږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف د ۶ لوبو ...