نن د راشد خان لپاره د نړیوال ریکارډ جوړونکې سیالي ده

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ځوان لوبغاړي راشد خان چې په «لیټل ګوګلي ماسټر» هم مشهور دی، د ایرلینډ خلاف ننۍ د کرکټ سیالي ورته د یو نړیوال ریکار ماتولو او جوړلو لوبه ده.

نوموړي چې په ډیره کمه موده کې يې د نړیوال کرکټ ستر ستر ریکارډونه مات کړل او لا یې هم تعقیبونکی دی، د ایرلینډ خلاف د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره برخلیک ټاکونکې لوبه ورته د یو بل اړخ نه هم ډیره زیاته مهمه ده.

  که په ننۍ لوبه کې د ایرلینډ خلاف ۴ ویکټې تر لاسه کړي، نو به نړیواله کچه به لمړی بالر شي چې په چټکۍ سره یې یې په کمو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړي.

راشد خان تر دې مهاله په ۴۲ لوبو کې د ځان او افغانستان لپاره ۹۶ ویکټې ترلاسه کړې او ۴ نورو ویکټو ته اړتیا لري، چې دغه ریکارډ خپل او نورو ته یې پریږدي.

 تر دې مهاله د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستونکو په لیست کې اسټرالوي میچل سټارک په ۵۲ سیالیو کې لمړی، پاکستان سقلین مشتاق په ۵۳ سیالیو کې دویم او نیوزیلنډی شین بونډ په ۵۳ سیالیو کې د ۱۰۰ چټکو ویکټو په اخیستو سره دریم نړیوال مقام لري، چې اوس د دغه ریکاډ خپلولو ته د افغان راشد خان پر لور سترګې اوړي.

که د نن سیالۍ کې راشد خان د ایرلینډ خلاف ۴ ویکټې ترلاسه کوي، نو په نړیواله کچه به هغه بالر وشمیرل شي، چې ۴۳ لوبو کې دغه ریکارډ جوړوي او لمړي مقام ته به ورسیږي.

 ځوان راشد خان په نړیوال کرکټ کې د افغان لوبډلې لپاره هغه څهره ده، چې د خپلې ملي لوبډلو ترڅنګ د کرکټ نړۍ په ټولو مشهور تجارتي لیګونو کې ولوبید او په وروستیو کې د افغان لوبډلې د هرې لوبې د بریا په خپلولو کې پوره رول لوبوي.

سرچینه: یاران

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

سکاټلینډ له ایرلینډ وروسته نېدرلینډ ته هم ماتې ورکړه

سکاټلینډ د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لړ کې د نېدرلینډ په ...