د ارګ خبرپاڼه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه وشوه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د وري په لومړۍ نیټه د کابل ښار د تروریستی برید د شهیدانو روح  ته دعا وشوه او د یادې پېښې د څیړلو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

ورپسې د کابل او شاوخوا سیمو د امنیتي پلان د پرمختګونو په اړه راپور واورېدل شو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لاهمغږۍ ټینګار وشو.

 د دې په دوام غونډې په دانګام، ګوشتې، لعل پورې او سرکاڼو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو راپور واورېد او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې د یادو پېښو د مخنیوي په غرض لازمې لارښوونې وکړې.

د غونډې په پای کې په فراه، روزګان او فاریاب ولایتونو کې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې او په دې ټینګار وشو؛ هغه سرتېري باید تقدیر شي چې د دښمن په ځپلو کې یې له ځانه میړانه ښودلې ده.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د اوربند د مدیریت په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو امنیتي او سیمه ییزو مسئولینو سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د ...