په سوله څوک باور نه لري؟

لیکوال عزام حقاني

سوله دافغانانو هغه ورک شوی او ورڅخه اخستل شوی جوهر دی چي د ترلاسه کولو لپاره یې په تیرو څو لسیزو کې بې شمیره قربانۍ ورکړې او لا هم جریان لري، او سولي ته ټول افغانان تږي او سترګې په لاره دي .

دتعجب خبره داده چي اولس کاله کیږي موږ دسولي په اړه خبري اورو خو دعمل په میدان کې چا سوله ونه لیدله، امریکایانو چي په افغانستان باندي حمله کوله همدایې ویل چي موږ افغانانو ته سوله راوړو خو داسي ونشول،
حکومت هم دسولي نعرې وهي کنفرانسونه، غونډې اونورو بیلابیلو لارو څخه دسولي د راوستلو لپاره هلي ځلي کوي خو بیاهم نه سوله راغله او نه یې څرک معلومیږي.
په داسي حال کې چې دکابل حکومت رسنۍ او هم پیسې په لاس کې لري، واک ورکړل شوی او دسولي خبره چي په هر ډول کوي کولی یې شي او خلک یې ورسره بدرګه کوي ، خو حقیقت داده چي دغه اداره په سوله هیڅ باور نه لري ځکه هغه امتیازات چي اوس دوی ته ورکړل شوي دي دسولي په راتګ سره ترې اخستل کیږي نوڅنګه به دوی سولي ته کیني ، او په سوله به باور ولري ځکه سوله خو ددوی په تاوان ده.
خو ولي جانب مقابل چي طالبان دي نه رسنۍ او نه پیسې لري او نه هم دا حق ورکړل شوی چي خپل غږ درسمي کنفرانسونو او غونډو له لاري له نړۍ او خپلو هیوادولو سره شریک کړي، یعني دهغو خوله تړله شوې ده ، سره له دي چي دلانجې یو اساسي لوری هم دي.

دلته خبره بل څه ده
دافغانستان جنګ امریکایانو پیل کړی دلته یې یو مشروع پر امنه نظام له منځه وړی دی، بدیل یې یو غلام، فاسد او بې کفایته نظام راوړ چي دخپلو والیانو او قمندانانو دبرطرفه کولو واک نه لري، په فساد کې هرکال دنړی دریم او څلورم هیواد راځي ، او بیاد همدي لاسپوڅي حکومت لخوا دافغانانو دتیرایستلو په خاطر د سولي کاذب شعارونه بدرګه کوي.

که ریښتیا هم دکابل اداره سولي ته ژمنتیا ولري او دا هوډ یې کړی وي، نو بیاولي بهرنیانو ته ځواب نه ورکوي چي تاسو ته اړتیا نشته موږ افغانان په خپله خپل سرنویشت او لوری ټاکو، او ولي له هغو سره هغه بې شرمه امنیتي تړون نه لغوه کوي.
که دانه کوي او بیاهم دسولي لپاره دافغانانو شتمنۍ په کاذبو غونډو او مجلسونو مصرفوي نو داهسي دافغانانو په امیدونو باندي مسخرې کول دي . ځکه که دامریکایانو په موجودیت کې سوله وسي بیا به هم دجنګ اور همغسي بل وي او افغانان به یې قرباني وي، ځکه داموږ ولیدل چي ځینو ګوندونو داشغال په شتون کې سوله وکړه خو په جنګ او امنیت یې هیڅ تاثیر ونه کړ ، او نه دا هیڅ منطق مني چي یو څوک دي اوولس کاله جنګ وکړي او زرګونوشهیدان ورکړي خو بیا هم په هغه سربیره له همغه فاسد او اجیر نظام سره په یو میز کیني.
نو سوله ځکه نسي راتلی چي دسولي ضد خلک شته او سوله ځکه نسي راتلی چي د سولي په وړاندي لوی لوی خنډونه پراته دي چي تر ټولو لوی او اساسي خنډ داشغالګرانو موجودیت دی. دکابل اداره به څنګه سوله وکړي چې دهغې ټول تمرکز دامریکایي مشرانو په اعلامیو پوري تړلی څه چي امریکایان وایې هغه دوی ورسره تکراروي ،
دورځي په سر کې یو څه وایې او په اخیر کي بل څه ، یو ورځ دسولي دروازې تړي او بله ورځ یې خلاصوي ، نو بیاله داسي متزلزل حکومت سره دسولي مقدسه توافقنامه لاسلیکول به کومه ګټه ونه لري ، او هسي د وخت ضیاع به وي ، ځکه چي جنګ له امریکایانو سره ده نو خبري هم باید له هغو سره وشي . داچي طالبان وایې موږ د ارګ سره خبري نه کوو بلکي له امریکایانو سره مزاکرات کوو ، موږ ته دا په ګوته کوي چي طالبان په ریښتیا هم دسولي غو ښتونکي او دسولې لپاره هلي ځلي کوي ، ځکه هغه پوهیږي چي یوازي دکابل له ادارې سره دسولي په نوم کیناستل کومه ګټه نه لري او نه هم په هیواد کې روان بحران او تاوتریخوالی له منځه وړای شي څو چي امریکایانو سره مسأله حل نه شي .
په اخیر کې دا وایم چي دکابل له بلواکه ادارې څخه دسولي طمع کول به هسي دځانونو تیر ایستل وي اوبس.

دواقعي سولي په هیله

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...