د ټاپي شریکان هیوادونه دې د افغانستان په اړه واقعیتونه ومني

ليکوال: ارمان

په معاصر جهان یا نړۍ کې اقتصاد یا معیشت ته د یو بې جوړې ستر قوت په نظر کتل کېږي، د نړۍ په هره برخه یا هېواد کې چې هر څوک کوم اقتصادي ګام اخلي، ورسره په چم او ګاونډ کې د هغه سیالان یې د مخنیوي زیار ګالي او کوښښ کوي چې له بشپړیدو په وړاندي یې په مخ کې خنډونه واچوي، خو ډير کم به داسې پيښ شوي وي چې څو سیالان آن دښمنان جوانب دي د مالي ګټو ترلاسه کولو په امید سره په یو ځای کار کولو ته زړه ښه کړی وي، یعنې څو مخالف او مقابل جوانب دي په یوه پروژه یا زیربناء کې د خپل، خپل سهم مندلو پخاطر د سیالۍ او مقابلې له دریځ لاس په سر او د مفاهمې او مکالمې  دریځ یا ستیج ته دي ختلي وي.

هو! دې لړ کې یو  تازه مثال د ټاپي اقتصادي پروژې دی، کومه چې د شک پرته د سیمې او منطقوي هېوادو په سطحه یوه خورا مهمه پروژه ده، د حیرانۍ ځای دا دی چې په دې مهمه پروژه کې په یو حساب څلور او په بل پنځه کلک مخالف بعدونه یا عنصرونه سهیم او شریک دي او هغوی ټول یې  د سر ته رسولو لپاره او پکې په یو ځای د کار کولو پوخ هوډ لري.

ټاپې پروژه په ټوله کې د منطقې د څلورو هېوادو ترمنځ یوه اقتصادي پروژه ده او پکې ۴ هېوادونه ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د یو بل سره شریکان دي،  چې په ترڅ کې به یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو نل لیکه وغځیږي.

یاده پروژه د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ  په مهال د سترو اقتصادي  ابتکاراتو یوه وه، لیکن بدبختانه امریکا چې د نیو ورلډ ارډرپه نشه مسته وه، په افغان ولس یې سوکالې او خوشالې پیرزو نه وه؛ نو د پیلېدو په وړاندي یې خنډونه واچول، اوس چې د امریکا هغه رعب او دبدبه نه ده پاتې، له  فرصت نه یې په ګټه د سیمي هېوادو وکړای شول چې په یاده مهمه اقتصادي پروژه عملاً لاس پوري کړي.

په دې لړ کې د پروژې د لومړۍ برخې کار له هرات څخه پرانیستل شوی، دلته مهم او د پام وړ ټکی دا دی چې طالبانو (افغانستان اسلامي امارت) د دې پروژې څخه نه یواځي په کلکه خپل ملاتړ اعلان کړی، بلکې هغوی یې د ساتنې او حفاظت لپاره  هم ټټر وهلی دی، د کتونکو په وینا: په دې سره یاده پروژه کې  ترکمنستان، کابل رژیم، پاکستان، هندوستان او طالبان ګډون لري.

د افتتاح په مراسمو کې د امریکا پوځي قومندان جان نیکولسن ګډون ښیی چې امریکایان هم په یاده پروژه کې دلچسپې یا علاقمندي لري؛ ځکه هغوی نه غواړي پاکستان او هند له ایران سره د ګازو نل لیکې غځولو په اړه ورته تړون وکړي، یعنې امریکا نه غواړي چې د ایران څخه هند او پاکستان د ګازو کومه نل لیګه وغځیږي.

د طالبانو ویاند ویلي: په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د ټاپي پروژې سر ته رسول زیات اهمیت لري، له دې وجې دوی پکې همکارۍ ته تیار دي، په دې توګه طالبانو وښوده چې دوی یواځي د امریکا نه د خپلې خاورې ازادولو لپاره جنګ کوي، د نورو هغو پلانو او پروګرامونو سره چې د ولس لپاره ګټور او  اړین وي، نه یواځي ترې ملاتړ کوي بلکي عملا پکې همکارۍ کولو ته تیار دي، چې دا نیت او عزم زموږ د هېواد او خلکو لپاره د طالبانو له لوري یو ښه مثبت پیغام دی او  واقعاً یې په دي کار هغوی د خلکو زړونه هم ګټلي.

په یاده پروژه باندې د لس ملیارد ډالرو څخه زیات لګښت راځی او ۱۸۲۰ کیلومتره اوږده منصوبه ده، د ترکمنستان څخه پیلیږي افغانستان، پاکستان او بیا هندوستان ته رسي او په راتلو نکو دوو کلو کې به بشپړه شي، چې د اقتصادي او تجارتي پلوه افغانستان لپاره رښتیا هم یو طلایي چانس دی.

د سیمې مشهور ژورنالست رحیم الله یوسفزي د یو بل ژونالست د پوښتنې په ځواب کې چې څنګه دومره مخالف جوانب په یو ځای کار کولو ته قانع شول؟ وویل: په دې پروژه کې د ټولو جوانبو ګټې نغښتې دي، هندوستان اول مخالفت کاوه چې هسي نه کله د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې په ترینګلتیا راتلو سره پاکستان تري د جنګې حربې او و سیلې کار به اخلي، ښکاري په دي اړه شاید نړیوال تضمینونه اخستل شوي وي او د طالبانو په اړه یوسفزي وویل: دا د حیرانیتا وړ نه ده؛ ځکه دا پروژه اصلاً د طالبانو د واک په وخت کې رامنځته شوې وه او هم په اړه یې ډیر کار هغه مهال بشپړ شوی و (اوس هم تر ډیره د طالبانو د واک لاندې سیمو څخه تیریږي) او هغه وخت د امریکا لخوا په طالبانو د اقتصادي بندیزونو لګیدو په وجه شروع نشوه او دا دی چې اوس شروع شوه، طالبانو یې هرکلی وکړ؛ نو په مجموع کې د ټولو لوریو لپاره په ګټه ده.

لنډه دا چې د ټاپې پروژه د افغانستان په ګډون د ټولې منطقې لپاره اهمیت لري، باید پکې سهیم هېوادونه د طالبانو په اړه خپل سیاسي دریځ ته تغیر ورکړي؛ ځکه طالبان هغه خوځښت دی چې د منطقې سوکالې غواړي او هیڅکله داسې کوم حرکت نه دی چې خدای مکړه هغه د سیمې یا افغانستان ګټې وګواښي، باید په پروژه کې شریک هېوادونه واقعیتونه ومني او په پټو سترګو د امریکایې عینکو نه د افغانستان او سیمې حالاتو ته ونه ګوري، بلکې د خپلو ملې ګټو او د سیمې د مشارکاتو به زاویې ورته وګوري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

 

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان ...