بايد ولس نور د غفلت له خوبه راپاڅي

ليکوال: فايض

زه ځان د تاريخ يو ډېر كوچنى شاګرد؛ خو مينه وال ګڼم. ما به يقيناً د تاريخ هغومره پاڼې نه وي اړولي، لكه څرنګه چې يې د تاريخ د مطالعې يو شاګرد بايد واړوي؛ خو د تاريخ هغه ډېره لږه مطالعه مې هم چې كړې؛ نو دا راته څرګنده شوې چې دا اوسنى كوم حالت چې روان دى، دا به د تاريخ په مختلفو پړاوونو كې بې ساری وي. تر ټولو نه مزدور ترينې څېرې شاه شجاع د مجاهدينو مشرانو ته د خپل نيكه توره را واخيسته او مخې ته يې ورته كېښوده او هغوى يې پرې وپوهول چې كه دوى څه و نه كړي؛ نو زما لاسونه او پښې تړلې دي. پر يعقوب خان هم چې كله انګريزانو د ګندمك تړون لاسليكاوه؛ نو دوه خيمې يې ودرولې چې پر يوه د انګريزانو او پر بله د افغانستان بيرغ ودرول شو، كله يې چې د ګندمك د معاهدې متن ورته د لاسليك له پاره مخې ته كېښوده؛ نو هغه په ترخه لهجه ورته وويل چې تاسې څه حق لرئ چې يو دغسې معاهده راباندې لاسليكوئ؟ د انګريزانو كسان ورو له خيمې نه ووتل او د يعقوب خان خسر سردار يحى خان ته يې وويل چې اوس نو ستا وار دى چې ورشې او زوم دې قانع كړې. هغه چې له انګريزانو سره توده راشه درشه درلوده، د يعقوب خان خيمې ته ننوت او مداحانه لهجه يې ورته وويل چې ستا ژوند په خطر كې دى او د ټولې كورنۍ ژوند په خطر كې دى، په دې توګه يې هغه چې هسې هم رواني ناروغ و تخويف كړ او دې ته يې راضي كړ چې معاهده لاسليك كړي. همدارنګه عبدالرحمن خان څلويښت ورځې په چهلستون ماڼۍ كې له مارتيمر ډيورنډ سره ناندرۍ ووهلې او اوس مؤرخين پر دې باوري دي چې عبدالرحمن ورسره شفاهي هوكړه كړې وه؛ خو ليكلې معاهده يې ورسره نه ده لاسليك كړې. افغان مورخ ارواښاد پوهاند دوكتور حسن كاكړ خو ويل چې د عبدالرحمن خان په لاسليك كومه معاهده نه ده موجوده. البته په دې ټولو كې يو ګډ ټكى موندلى شو او هغه دا چې پر دې ټولو باندې له حده زيات فشار موجود و. پر هغه بې ننګه شاه شجاع هم د لاهور په معاهده كې د فشار ټكى موجود و (۱۸۳۸) او تر هغې د مخه په (۱۸۳۴) كې له رنجيت سنګ سره په معاهده كې د تشويق تر څنګ فشار ملګرى و، آن چې رنجيت ترېنه د كوه نور الماس په زوره واخستل.

عجيبه ده چې له امريكا او ناټو سره په شوې امنيتې لوزنامه كې دومره عجله ملګرې وه چې په څلرويشتو ساعتو كې دننه دننه لاسليك كړاى شوه.

زما په اند د يوې دغسې لوزنامې له پاره كه ډېره بې ايماني هم كېدله، بايد د ملت په كچه يو رفرانډم شوى واى. بيا چې حكومت دا لوزنامه لاسليك كړه ملي شورا چې هر وكيل غټې غټې ادعا كوي چې د ولس نماينده دى، په دې كار كې لوټه په اوبو كې كېښوده او پرې تېره شو. اوس لا كله كله دا درواغجن غږ هم پورته كړي چې بايد دا لوزنامه لغو شي؛ خو دا غږ هم هغه يو څو د ګوتو په شمار وكيلان كوي چې هغه هم د دې لوزنامې د تأييد مخالف وو، يا يې هغه وكيلان كوي چې غواړي له دې لارې كوم امتياز ترلاسه كړي. واقعاً د يوې دغسې لوزنامې لاسليك هم زموږ حكومت ته د شرم خبره ده او هم زموږ هغو وكيلانو ته چې پر دې معاهده يې د تأييد مهرونه ولګول. دوى به خداى ته څه ځواب وايي او تاريخ ته به څه ځواب وايي، ورځه پر دې خوبولي ملت خو يې هسې هم چورت نه دى خراب؛ ځكه كه دنيا ورانه شي؟ كه ودانه شي، ملت په خواږه خوب ويده دى او يوه ورڅ يې هم يو داسې مدني حركت و نه كړ چې سړي ته دا هيله پيدا شوې واى چې ياره كه خير وي، ملت نور را ويښ شوى. دلته سړي ته د عبدالرحمن بابا هغه خبره ور ياده شي چې:

غرونه غرونه خوب په څاڅكي اوبه درومي

يار په سيند زما د اوښكو بيدار نه شو

د افغانستان ولس كرار ناست دى؛ خو نړيوال يې د برخليك خبره كوي، افغانان خبر هم نه دي چې بلك واټر يې د معدنونو د برخليك خبره كوي، افغانان خبر هم نه دي چې دنيا څو بغرۍ ده؛ خو معدنونه يې په يوه پلمه او بله چلول كېږي. اخر دا څه حال دى!!! حكومت خو بل چا ټاكلى، بل چا راوستى، طبعاً به هغه څه كوي چې بهرني ملاتړي يې غواړي، كه ملت په دې تمه وي چې اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي، زه فكر كوم دا هسې د خوب ليده دي او خوب شرط نه دى چې خامخا عملي تعبير ولري.

امريكا يو ځل د تروريزم د ټكونې په پلمه ۱۲۰۰۰۰ پوځ راوست، ناټو يې راوسته، بيا يې د انتقال پروسه شروع كړه او هغه يې سر ته ورسوله او بيا يې له يو محدود شمېر ور اخوا خپل پوځونه و ايستل او اوس هغه دى ولسمشر ټرمپ بېرته افغانستان ته د خپلو پوځونو د را استولو لړۍ پيل كړې ده. همدارنګه يوه ډله له پښو غورځوي او بله راولي او په دې توګه خپل پلان غځوي. امريكا د افغانستان له پاره كوم داسې پلان نه لري چې دا هېواد له دې اوسنيو غموونكيو حالاتو نه وژغوري، يوه ورځ وايي له طالب سره سوله كوم، بله ورځ وايي ورسره خبرې نه كوم، درېيمه ورځ وايي راځئ د کابل له حكومت سره خبرې وكړئ، يوه ورځ په قطر كې دفتر مهم بولي او بله ورځ يې تړي. له دې نه دا معلومېږي چې امريكا هسې وخت تېروي او فقط په افغانستان كې خپل حضور ته پلمه پيدا كوي، همدا وجه ده چې د افغانستان قضيه اوس پر كورني سربېره، سيمه ييزه او نړيوال بعد هم لري. په افغانستان كې د امريكا له حضوره هم د افغانستان ګاونډيان اندېښنه لري او هم د سيمې په كچه هېوادونه، خصوصاً چين او روسيه چې دا دواړه هېوادونه بيا پر سيمه ييزې كچې سربېره نړيوال وزن هم لري؛ ځكه د امريكا اندېښنه اصلاً له همدغو دوو هېوادونو نه ده، چين هم په اقتصادي برخه كې او هم په نظامي برخه كې چټك پرمختګ كوي. همدارنګه روسيه اوس په نظامي ځغل كې امريكا ته په يوه داسې قوت بدله شوې چې امريكا ته يې اندېښنې پيدا كړي دي، آن چې ټرمپ د ۲۰۱۸ كال په ستراتېژۍ كې دا دواړه هېوادونه خپل سيالان وبلل. دا په حقيقت كې پر دې خبره اعتراف دى چې امريكا پر دې باور شوې چې نړيوال حيثيت ته يې جدي اندېښنې پيدا شوې دي؛ ځكه امريكا خو ګڼله چې نړۍ يو قطبي شوه او دا كار د امريكا په ګټه وشو؛ خو اوس چې ګوري يو قطبي توب يې ننګول كېږي؛ نو طبيعي خبره ده چې اندېښنې ورته پيدا كېږي.

امريكا د چين او روسيې د مهارولو لپاره افغانستان د ځان لپاره ارزانه او اسانه سنګر بولي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

 

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د میدان وردګو ولایت مرکز کوته عشرو مربوطاتو کې د طالبانو او افغان دولت په ګډه د اختر لمانځل

لیکوال: نثار احمد امرخیل توجهُ عسکره! منم چې په جګړه کې ښکېل ...