د پوهنې ریاست: افغان امنیتي ځواکونه له ښوونځیو څخه د پوستې په توګه کار اخلي

(سرچینه: کابل ټکی کام):

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳ فرید افغان)

د هلمند د پوهنې ریاست وایي چې، چې په دې ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه له ښوونځیو او تعلیمي ځایونو څخه د مورچې او سنګر کار اخلي.

د دې ولایت د معارف رئیس داودشاه اسپاري رسنیو ته ویلي؛ له امنیتي ځواکونو څخه د هلمند د مکاتبو د خلاصون په موخه مو څو ځله د دې ولایت د والي او امنیې قوماندان په نامه خبرتیاوې استولې خو لا هم افغان ځواکونو زمونږ غوښتنې ته پام نه دی کړی.
د پوهنې ریاست وایي؛ له ۲۰ تر ۳۰ ښوونځيو څخه لا هم امنیتي ځواکونو د پوستې په ډول کار اخلي او د خلکو د ماشومانو پر وړاندې یې تړلي.
د دې ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدنکي وایي چې شاوخوا ۲ کال کیږي چې ماشومان یې ښونځيو ته نه دي پریښودل شوي ځکه د ښوونځیو په درسي صنفونو کې امنیتي ځواکونه میشت دي.
دوی وایي د مکاتبو ټول وسایل تخریب شوي او صنفونه هم تر ډیره نړیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ولایت طالبانو تل له حکومت څخه غوښتي چې د دوی د ښونځیو او نورو رغنیزو چارو هیڅ مخالفت نه کوي او آن د مرستې غږ یې هم کړی.

د پوهنې وزارت استازی او مدني فعال داود افغان څه موده وړاندې ویلي و؛ چې په هلمند ولایت کې یې د طالبانو له مشرانو او مسؤلینو سره یې کتلي او هغوی ورته په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی .
په هغه توافقنامه کې چې د پوهنې ریاست د ټیم او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې، راغلي چې؛ اسلامي امارت د مدارسو، مکاتبو او ټولو اداري تعمیراتو حفاظت په ښه توګه ترسره کوي او دا یې دځان مسؤلیت بللی دی.
همداراز ،حکومتي لوری به د ټولو تړلو مدرسو او ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړه به جدي هڅې کوي ، طالبان به په کامل اطمينان سره د ښونځیو نظارت ترسره کوي او ترڅنګ به یې هغوی د معارف اړوند د هیڅ ډول ودانيزو پروژو د پلې کولو مخه نه نیسي .
باید وویل شي چې په ټول افغانستان کې د طالبانو تر واکمني لاندې ښونځي فعال دي او په ښه توګه څارنه یې کیږي.
داسې راپورونه هم شته چې په ډیری هغو سیمو کې چې طالبان پر واکمن دي حکومت په لوی لاس د رغنیزو پروژو مخه نیسي او خنډونه ورته جوړوي.
چې ښه بیلګه یې په تخار کې د خلکو په مټ د جوړ شوي ښارګوټي نړول،په پکتیکا کې د روغتیایي مراکزو سوځول او په کندوز او بغلان کې ولسي خلکو ته د بریښنا د ورکړې مخنیوی ښودل کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...