افغانستان د کرکټ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

(سرچینه: خامه پریس):

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال د غوراوي سیالیو په لړ کې نن ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه د شپږو غورو لوبډلو په چوکاټ کې د زمبابوي په هراري ښار کې ترسره شوی و.
د لوبې پچه ایرلنډ وګټه او توپوهني پرېکړه یې وکړه چې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره او له ۵۰ اوورو څخه ۲۰۹ منډې جوړه کړې.
د توپ اچونې په برخه کې راشد خان درې وکټونه او دولت ځدران دوه وکټونه ترلاسه کړه او محمد نبي وتواندی د ایرلنډ یوه لوبغاړی وسوځوي.
د توپوهنې په برخه کې افغان لوبغاړو وتوانېدل چې ورکړل شوې هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو سره پوره کړي.
افغان لوبډله دغه هدف په ۴۹،۱ اور کې پوره کړه او د توپوهني په برخه کې محمد شهزاد ۵۴ منډې، ګلبدین نایب ۴۵ منډې، رحمت شاه ۱۲ منډې، سمیع الله شینواري ۲۷ منډې، محمد نبي ۱۲ منډې، اسغر ستانکزي ۳۹ منډې، او نجیب الله ځدران ۱۷ منډې جوړې کړې.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...