د افغانانو دعاگانو افغانستان نړیوال جام ته ورسوله

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ لوبه پای ته ورسېده او افغانستان دغې لوبې کې د ایرلینډ لوبډلې ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته لار ومونده.

د لوبې پچه ایرلینډ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ایرلینډ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سټرلینگ، نیل اوبراین او کېون اوبراین ښه توپ وهنې په مرسته ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ لپاره سټرلینگ په ۸۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵، نیل اوبراین په ۴۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۶ او کېون اوبراین په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

افغانستان لپاره راشد خان ۳، دولت ځدران ۲ او محمد نبي یوه وېکېټه واخیسته.

د افغانستان د توپ اچونې او ایرلینډ د توپ وهنې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

ایرلینډ افغانستان ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان لپاره محمد شهزاد او گلبدین نایب توپ وهنه پیل کړه. افغانستان لپاره دغو دوو لوبغاړو ښه لوبه پیل کړه او اوږده ملگرتیا يي وکړه.

د ۸۶ منډو تر اوږده ملگرتیا وروسته محمد شهزاد خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. محمد شهزاد په ۵۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې.

د شهزاد تر سوځېدو وروسته رحمت شاه توپ وهنه پیل کړه. رحمت شاه هم تر لږ ځنډ وروسته په ۲۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۲ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي سمیع الله شینواری توپ وهنه پیل کړه.

له لږ ځنډ وروسته گلبدین نایب هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. گلبدین نایب په ۹۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې وې. له گلبدین نایب وروسته محمد نبي توپ وهنه پیل کړه.

محمد نبي هم تر ورو توپ وهنې وروسته په ۲۴ توپونو یوازې ۱۲ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او دغه اسانه لوبه افغانستان لپاره یو څه ستونزمنه شوه.

تر لنډې ملگرتیا وروسته سمیع الله شینواری هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. سمیع الله شینواری په ۶۳ توپونو یوازې ۲۷ منډې جوړې کړې وې.

د سمیع الله شینواري ورو توپ وهنه افغانستان لپاره ډېرې ستونزې راولاړې کړې خو د اصغر ستانکزی او نجیب الله ځدران چټکه توپ وهنه افغانستان بریا ته ورسوله.

اصغر ستانکزی په یوازې ۲۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ او نجیب الله ځدران په ۱۵ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۷ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

افغانستان ۴۹٫۱ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد شهزاد، گلبدین نایب، اصغر ستانکزی او نجیب الله ځدران غوره توپ وهنې په مرسته ۲۱۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په پنځو وېکېټو وگټله.

سرچینه: نړۍ نیوز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...