ایرلینډ افغانستان ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه

افغانستان نړیوال جام ته د لار موندنې غوره شپږو لوبډلو پړاو کې خپله وروستۍ لوبه د ایرلینډ په وړاندې ترسره کوي. دغې لوبې کې چې همداشیبه روانه ده ایرلینډ افغانستان ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ایرلینډ لپاره پورټرفیلډ او پاول سټرلینگ غوره لوبه پیل کړه او له ښه ملگرتیا وروسته دغه ملگرتیا د محمد نبي له لوري د پورټرفیلډ سوځېدو سره پای ته ورسېده. پورټرفیلډ په ۴۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۰ منډې جوړې کړې وې.

د پورټرفیلډ تر سوځېدو وروسته بلبرني توپ وهنه پیل کړه او له ځانگړو منډو جوړولو پرته د راشد خان په بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. بلبرني په ۳۴ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې وې.

له بلبرني وروسته نیل اوبراین له پاول سټرلینگ سره غوره او چټکه ملگرتیا پیل کړه خو دغه ملگرتیا د نیل اوبراین غلطې پرېکړې پایله کې پای ته ورسېده.

پاول سټرلینگ په ۸۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په پای کې د غلطې پرېکړې ښکار شو.

له ځانگړی ځنډ پرته دولت ځدران خپله لومړۍ او افغانستان لپاره څلورمه وېکېټه ترلاسه کړه او د نیل اوبراین په سوځولو بریالی شو. نیل اوبراین په ۴۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې وې.

له لږ ځنډ وروسته راشد خان خپله دوهمه وېکېټه واخیسته او د سیمي سینگ چې په ۳۰ توپونو يي د یوې څلوریزې په مرسته ۱۵ منډې جوړې کړې وې په سوځولو بریالی شو.

سیمي سینگ تر سوځېدو وروسه کېون اوبراین پیاوړې او چټکه لوبه وکړه. نوموړی په ۳۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو وروسته د راشد خان په بال خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

ایرلینډ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سټرلینگ، نیل اوبراین او کېون اوبراین غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره ټولو توپ اچوونکو ښه او اقتصادي توپ اچونه وکړه. راشد خان ۳، دولت ځدران ۲ او محمد نبي یوه وېکېټه واخیسته.

دولت ځدران خپل ۱۰ اورونو کې ۵۴، مجیب الرحمن خپل ۱۰ اورونو کې ۳۱، گلبدین نایب خپل پنځه اورونو کې ۱۵، محمد نبي خپل نهه اورونو کې ۴۸، شرف الدین اشرف خپل شپږ اورونو کې ۱۸ او راشد خان خپل لس اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې.

سرچینه: نړۍ نیوز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...