اسرائیلو هم افغانستان ته د راتلو جرأت وکړ

آصف الله آصفي

په افغانستان کې ډیر داسې غیر مترقبه پیښې رامینځته شوې چې چا یې تصور هم نشوای کولای، د بیلګې په توګه چې دا وړاندوینه نشوای کولای چې په افغانستان کې به هم چیرته عیسیویان پیدا شي، خو عملا ولیدل شول، چا دا نشوای منلای چې په افغانستان کې دې د یو نیم ملیونو شهیدانو د نذرانې په تعقیب به بې شمیره تلویزیونی داسې چینلونه په فعالیت بوخت شي چې نیمه بربنډې ښځې به پکې نڅاوې او له چوکاټ وتلې څرګندونې کوي، هیچا دا نشوای منلا چې په افغانستان کې به هم په دومره ستره پیمانې شراب، فحشاء او داسې نورې کرغیړنې چارې چې د اسلام د مبارک دین د سپیڅلو احکامو پر خلاف دی مروج شي، خو دا ټول مو په خپلوسترګو ولیدل.

اوس دا غیر مترقبه آوازې ډنډوره کیږي چې افغانستان ته به اسرائیلي فوځیان راځي او په جنګ کې به عملا برخه اخلي، چې دا هیڅکله څوک ردولی ځکه نشي چې کله د طالبانو د تحریک لخوا د رباني پر پخوانۍ اداره فشار زیات شو نو یې سملاسي اسرائیلو ته د ورورۍ لاس اوږد کړ، او هم یې روسانو ته منتونه پیل کړل.

نو ځکه دا غیر مترقبه خبر هم نشو ردولای، او په خپلو سترګو به ووینو چې اسرائیلي فوځیان مو په ښارونو او کلیو کې چکرې ووهي، ځکه چې مونږ لا هم په درانه خوب ویده یو.

د کرزي د ولسمشرۍ په لومړیو وختونو کې هم ډیري هغه یهودي او سرائیلي فوځیان لیدل شوي وو چې ویل کیدل د امریکا د فوځ تابع فوځیان دي، نو دا کومه نوي خبره ځکه نده چې اسرائیلي اسرائیلي دی که هغه د امریکایانو په صف کې راځي او که له سرائیلي فوځ نه راځي، خو د خورا افسوس او خورا خپګان خبره ضرور ده ځکه چې مونږ د اسلام د سمسورتیا په موخه شاوخوا یو نیم ملیون شهیدان ورکړل، خو اوس برعکس خبره دې ته ورسیده چې اسرائیلي فوځیان هم غواړي د شهیدانو په وینو دغې سرې خاورې ته د راتلو جرأت وکړي.

د منځني ختیځ رسنیو راپورونه ورکړي چې ؛ اسرائیلو پریکړه کړې چې د خپلو ځانګړو ځواکونو یو لوی ټولی عسکر به افغانستان ته واستوي.

د راپورونو په اساس اسرائیلي ځواکونه هم له ټول هغه قضایي مصؤنیت څخه برخمن دي کوم چې افغان دولت امریکایانو ته ورکړی.

د امریکایی سرتیرو په څیر به اسرایلي ځواکونه هم په لوی لاس هغه څه ترسره کوي چې امریکایان یې غواړي .

سره له دې چې افغانستان او اسرائیلو تر مینځ هیڅ ډول سفارتي اړیکې وجود نه لري خو بیا هم د دې هیواد بیپلوټه الوتکې او یو شمیر چورلکې په افغان جګړو کې کارول کیږي.

د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې افغان جګړه نوره هم پیچلي پړاو ته په دا خلیدو ده او امریکایان او متحدین یې غواړي خپل ټول جنګي قوت دلته تجربه کړي

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ...