هلمند: په لښکرګاه کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

(سرچینه: نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): نن د جمعې په ورځ ماښام مهال د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه لوبغالي مخته د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته تر اوسه د ۱۵ تنو د وژل کېدو او تر ۵۰ زیاتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

چاودنه د لښکرګاه په اوله امنیتي حوزه کې د غازي محمد ایوب خان لوبغالي مخته شوې، چیري چې د غیږ نیونې سیالي روانه وه.

عمر ځواک ویلي چې چاودنه د موټر بم په واسطه تر سره شوې.

په لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو د پيښې سمدستي وروسته ویلي وه چې دوی ته لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان رسیدلي او ۳ تنه نور پر لاري وژل شوي دي.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

The post هلمند: په لښکرګاه کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې appeared first on نن ټکی اسیا.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵) د سولې ...