سیګار: د افغان پوځ په لیکو کې د ۷۷ زره سرتیرو د وینې ګروپ معلوم نه دی

(سرچینه: کابل ټکی کام):

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳ فرید افغان)

د امریکا د سرپلټونکې ادارې(سیګار) مشر جانسپکو ویلي؛ موندنې ښیي چې د دفاع وزارت په اړوند ځواکونو کې د لوی اکثریت سرتیرو د وینې ګروپ معلوم نه دی.
سیګار ویلي چې د پوځ ۴۵ سلنه منسوبین د وینې کره بیلګه نه لري او همدا لامل ده چې د پوځ په لیکو کې په ساري ناروغیو اخته سرتیري هم نه دي څرګند.
سیګار ویلي چې ډیر کله ټپي پوځیانو ته د بدل ګروپ وینې په ترزیقولو سره د هغه ژوند له خطر سره مخ کیږي چې دا چاره خورا د اندیښنې وړ ده.
که څه هم د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دا راپور رد کړی خو د دې وزارت یو چارواکي سیګار ته منلې چې داسې زیاتې بیلګې شته چې ټپي پوځیان د مخالف ګروپ د وینې په ترزیقولو سره ژوند له لاسه ورکړی.
د سیګار په خبره؛ د ۱۷۱ زره پوځیانو له ډلې د ۷۷ زرو سرتیرو د وینې ګروپ نه دی مشخص شوی

یادې ادارې ویلي چې د دفاع وزارت د بشري منابعو په مرکز کې د وینې تثبیت شوې بیلګې هم ناسمې وې اوپه وینا یې چې په همدې وزارت کې د سرتیرو د روغتیایي وضعیت په اړه معلوماتو باندې هیڅ باورنه لري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...