افغان کرکټ لوبډله د ۲۰۱۹میلادي کال پنځوس اوریز نړيوال جام ته ووته

(سرچینه: ویسا ورځپاڼه):

راشد د ۳ لوبغاړو په سوځولو د توپ اچونې او شهزاد د ۵۴ منډو په جوړولو سره د توپ وهنې په برخه کې مخکښ لوبغاړي شول، شهزاد د لوبې غوره لوبغاړی شو

هراره – افغان کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹میلادي کال پنځوس اوریز نړيوال جام ته لار ومونده.

که څه هم افغانستان د ګروپي پړاو په لومړیو سیالیو کې ښې لوبې ونه کړې او یوازې د یوې لوبې په ګټلو سره یې سوپر سکس پړاو ته لار ومونده خو په دغه پړاو کې یې درې واړه لوبې وګټلې او نړیوال جام ته یې لار وموندله.

د دغه لوبې پچه ایرلېنډ وګټله او لومړی یې د بېټنګ پریکړه وکړه. د افغان توپ اچوونکو ښې لوبې ایرلنډۍ لوبډله د ډېرو منډو جوړېدو ته پرېنښودله او په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې د اوو لوبغاړو به سوځېدو  يوازې ۲۰۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۱۰ منډو کم هدف کېښود.

د افغانستان له‎خوا راشد خان ښه توپ اچونه وکړه او په ۱۰ اورونو کې د ۴۰ منډو په ورکولو ۳ لوبغاړي وسوځول. پر راشد سربېره دولت ځدراڼ ۲ او نبي عیسی خېل ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د توپ وهنې په برخه کې پیلوونکو لوبغاړو محمد شهزاد او ګلبدین نائب افغان لوبډلې ته ښه پیل وکړ او دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۸۶ منډو ملګرتيا وکړه.

محمد شهزاد لومړی افغان لوبغاړی و چې په د ۵۰ توپونو په لوبولو یې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۵۴ منډې جوړې کړې.

پر شهزاد سربېره ګلبدین نائب هم ښه لوبه وکړه. نوموړي ۴۵ منډې وکړې، پر دغو لوبغاړو سربېره سمیع الله شینواري ۲۷، نبي عیسی خېل ۱۲ او کپتان اصغر ستانکزي په ۲۹ توپونو ۳۹ منډې وکړې چې د افغان لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. محمد شهزاد د خپلو ۵۴ تېزو منډو له امله د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...