شنونکي: حکومت په تېر  کال کې د بې سارې سیاسي بې ثباتۍ او اختلافاتو شاهد و

(سرچینه: ویسا ورځپاڼه):

 

تېر کال د حکومت برحاله لوړپوړو چارواکو د ولسمشر غني مهمې پرېکړې وننګولې او یو شمېر والیان د ګوښه کېدو پرځای د حکومت پر خلاف ودرېدل

دغه سياسي بې ثباتي او خراب امنیتي وضعیت ته په پام پرخپل وخت د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کېدل ناشونى كار دى

کابل – د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د ملي یووالي حکومت په تېر ۱۳۹۶ کال کې د بې سارې سیاسي بې ثباتۍ او ژورو سیاسي اختلافاتو شاهد و.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالطیف نظري او بشیر بېژن د دغو اختلافاتو ستر لامل د ملي یووالي د حکومت جوړښت، چې پکې د هېواد ټولې چارې د دوو ټیمونو تر منځ وېشل شوې، بولي او زیاتوي  چې  که څه هم د واک دغه نا انډول وېش په تېرو درېیو کلونو کې د ډېرو ستونزو لامل و،خو په تېر ۱۳۹۶ کال کې د حکومتي مشرانو ناندرۍ تربل هروخت زیاتې شوې او افغانستان په دغه کال کې د بې سارې سیاسي بې ثباتۍ شاهد وو.

د چارو شنونکي وايي، تېر ۱۳۹۶ کال د حکومت برحاله لوړپوړو چارواکو د ولسمشر مهمې پرېکړې وننګولې، یو شمېر والیان د ګوښه کېدو پرځای د حکومت پر وړاندې ودرېدل او د مقننه اواجراییه قوې ترمنځ پراخ سیاسي اختلاف تر وروستۍ کچې ورسېده.

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله تېر کال په ځلونو پرخپل وخت د پارلماني او ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي روان وضعیت ته په پام د راتلونکو پارلماني انتخاباتو برخلیک لاهم مبهم دی او د ټاکنو کمیسیون هم رسما ټاکنې درې میاشتې وځنډولې

که څه هم د ملي یوالي حکومت د کاري مودې پای ته رسېدو ته له یوکال لږ موده پاتې ده،خو د شنونكو په باور په کور د ننه سیاسي بې ثباتۍ او ورځ تربلې خرابېدونکي امنیتي وضعیت ته په پام پرخپل وخت د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کېدل هم شوني نه ښکاري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(خامه پریس): د کونړ او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د اسلامي ...